د روسیې له لوري د ا.ا رسمیت پېژندنه؛ کابلوف یې مهم لاملونه په ډاګه کړي

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له څلور کلن ځنډ او د ارګ پر دروازه د اسلامي امارت د سپین رنګ بیرغ تر رپېدو وروسته، بالاخره روسیه را وړاندې شوه او په یوه بې‌سارې پرېکړه کې یې، اسلامي امارت کابل کې د رسمي او قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپېژانده. هغه پرېکړه، چې نه یوازې ډیپلوماټیکه بڼه لري، بلکې د سیمې لپاره ژور جیوپولیټیک پیغام هم له ځانه سره لري.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، په خپلو تازه څرګندونو کې د دې پرېکړې انګیزې او دلایل په ډاګه کړي دي. هغه د دې پرېکړې مهم عوامل له ترهګرۍ سره مبارزه، د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی، د اقتصادي اړیکو پراختیا او د حقوقي چوکاټونو د جوړولو اړتیاوې بولي.

ضمیر کابلوف په دې مرکه کې زیاته کړې: «له هر څه وړاندې؛ افغانستان زموږ لپاره ارزښت لري. موږ د دې هېواد له خاورې د ترهګرۍ او د مخدره موادو د قاچاق په اړه څرګندې اندېښنې لرلې. اوسنی رژیم هڅه کوي چې دا ستونزې هوارې کړي. دا پرېکړه د همکاریو د حقوقي چوکاټ د بشپړولو لپاره اړینه وه. له همدې امله مو اړتیا درلوده، اوسنی حکومت د رسمي شریک په توګه وپېژنو.»

په ورته وخت کې، قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین د روسې فدراسیون له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه، د ډیپلوماسۍ په برخه کې د سرپرست حکومت لپاره مهمه لاسته راوړنه بولي او په خبره یې، مسکو په دې اقدام سره له هغو هېوادونو ځان جلا کړ، چې هغوی د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د فشار او خپلو موخو د حصول لپاره کاروي.

سهیل شاهین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «د روسیې فدراسیون له خوا د اسلامي امارت په رسمیت پېژندل، د اسلامي امارت لپاره د ډیپلوماسۍ په میدان کې یوه مهمه لاسته راوړنه ده. همدا شان د روسیې فدراسیون لپاره یوه واقع‌بینانه فیصله ده، چې د هغوی له ملي ګټو سره سمون خوري. په دې اقدام سره د روسیې فدراسیون، ځان له هغو هېوادونو جلا کړ، چې هغوی د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د فشار او خپلو سیاسي موخو د حصول لپاره کاروي.»

بل‌خوا، د روسیې له خوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې تر پرېکړې وروسته، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د روسیې او افغانستان ترمنځ اړیکې د دوو خپلواکو هېوادونو موضوع ده او اسلام‌آباد دې موضوع ته یوازې پام کړی دی.

شفقت علي خان په دې خبري ناسته کې د روسیې وروستي اقدام ته په اشارې زیاته کړې: «موږ د روسیې له خوا د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې خبرونه لېدلي. روسیه په سیمه کې یو مهم هېواد دی او په دې برخه کې مشروع امنیتي ګټې لري. پاکستان هم له روسیې سره ګرمې او دوستانه اړیکې لري. د روسیې او افغانستان ترمنځ اړیکې د دوو خپلواکو هېوادونو موضوع ده. دا بدلون زموږ تر پام لاندې دی، خو په اړه یې نور وضاحت نه ورکوو.»

د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې روسیه په اوسنیو شرایطو کې امنیتي، اقتصادي او مخدره توکو سره د مبارزې پر وړاندې مبارزې ګټو ته په کتو، د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پرېکړه کړې ده. خو پوښتنه دا ده چې دا پرېکړه یوازې د امنیتي ګټو له امله شوې، که نور عوامل هم لري؟

د نړیوالو چارو شنونکی عمر صمد د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «باید وڅېړو، چې کومو عواملو روسیه په دې وخت کې دې ته وهڅوله، څو د مخکنیو اقداماتو په رڼا کې چې د تعامل لپاره یې کړي وو، دې پایلې ته ورسېږي، چې د یوه حکومت پېژندل یې په ګټه وي. روسیې په دې برخه کې خپلې ګټې لیدلې، ستراتیژیکې لوبې او سیمه‌ییز رقابتونه یې ارزولي او له افغانستان سره یې خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې هم په پام کې نیولې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت‌الله حکمت بیا د دې پوښتنې په ځواب کې داسې لیدلوری لري: «د امنیت شورا د یوه دایمي غړي او ستر ځواک له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه، چې غواړي نړۍ څو قطبي کړي، یوه تاریخي، پر ځای او د تقدیر وړ پرېکړه ده. اسلامي امارت هم باید هڅه وکړي چې خپلې کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړیوالې سیاسي اړیکې پراخې کړي، څو نور هېوادونه هم د روسیې له ستراتیژیک سیاسته په پیروۍ، اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره د لیدنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو پرېکړه رسماً اعلان کړه.

د مسکو دا پرېکړه له کورنیو او نړیوالو مثبتو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد