د روسیې د ترهګرۍ له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل؛ د کابل او مسکو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې مثبت ګام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترهګرۍ له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستولو په تړاو د روسیې د سترې محکمې د اقدام ستاینه کړې او دا یې یو مثبت ګام بللی دی.

ښاغلی مجاهد آفاق خبري آژانس ته وایي، چې دا پرېکړه د کابل او مسکو په ګټه ده او کولی شي د دواړو هېوادونو ډیپلوماټیکې اړیکې لا پیاوړې کړي.

ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «دا یو مثبت ګام دی او ګټه به یې دواړو هېوادونو ته ورسېږي. دا داسې یو ګام دی، چې پر بنسټ یې روسیه او افغانستان باید خپلواکې ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي او همداراز ښې اقتصادي اړیکې غوره کړي.»

د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دا اقدام کولی شي د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې لا نږدې او دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي همکاریو ته زمینه برابره کړي.

دوی ټینګار کوي، چې د مسکو دا پرېکړه ښایي پر اسلامي امارت فشارونه را کم کړي او په خبره یې، دا ګام د افغانستان په تړاو د نړۍوالو سیاستونو د بدلون ښکارندویي کوي.

د نړۍوالو اړیکو شنونکی احمد‌خان اندړ په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «که دا کار رښتیا شي او پرله پسې دوام وکړي، نه یوازې دا چې د روسیې او افغانستان ترمنځ به سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې پیاوړې کړي، بلکې د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ به د سیاسي تعامل په برخه کې هم مثبت او مستقیم اغېز ولري.»

د نړۍوالو اړیکو بل شنونکی بلا فاطمي په دې اړه وایي: «که روسیه د اسلامي امارت نوم د ترهګرو ډلو له نوملړ وباسي، د دې کار اغېز به نړۍوال نه، بلکې د سیمې په کچه وي. په هر حال دا د اړیکو پراختیا لپاره مهم ګام دی او ښه ده چې دا کار وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ټاس دولتي آژانس راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد لوی څارنوال سترې محکمې د ترهګرۍ له لیسته د اسلامي امارت نوم ایستلو په تړاو قانوني غوښتنلیک وړاندې کړی دی. د روسیي قضایي چارواکو په خبره، یاد وړاندیز یې ترلاسه کړی او تمه ده د اپریل په ۱۷مه نېټه د بندو دروازو تر شا د دې موضوع په تړاو ځانګړې غونډه ونیسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد