د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د آلمان په مونیخ ښار کې د روان لمریز کال (پنجشنبه، سلواغې ۲۵مه) برید غندلی دی او د دې پېښې له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
پخواني ولسمشر همداراز پر خپله ایکس پاڼه، له افغانستان سره د جرمني هېواد د ملاتړ او مرستو ستاینه کړې ده.
د نړۍوالو رسنیو د راپور له مخې، د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ یوه ۲۴ کلن افغان د آلمان په مونیخ ښار کې د اعتراض کوونکو پر یوه غونډه د موټر په وسیله برید وکړ، چې له امله یې ۳۹ کسان ټپیان شول، چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودلی شوی دی.
ځینو رسنیو د آلمان د یوه څارنوال له خولې راپور ورکړی، چې د دغه برید په تړاو شکمن کس نیول شوی او پر خپل جرم یې هم اعتراف کړی دی.
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ دا پېښه “وحشتناکه” بللې او ددغه افغان پناه غوښتونکي د مجازاتو او شړلو غوښتنه یې کړې ده.
همداراز، د آلمان حکومت اعلان کړی چې له اسلامي امارت سره د “سختې هوکړې” له امله، له پارلماني ټولټاکنو مخکې چې د فبرورۍ پر (۲۳مه) ترسره کېږي، افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو ایستل “ناشوني” ښکاري.
دا په داسې حال کې ده چې د مونیخ له برید وروسته، د آلمان د کورنیو چارو وزیرې، نانسي فایزر، اعلان کړی چې افغان پناه غوښتونکي به افغانستان ته شړل کېږي.
له دې سره سم، ځینو رسنیو راپور ورکړی، چې له دې برید وروسته، آلمان کې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو غوښتنې بیا زیاتې شوې دي.
