د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا هڅې؛ کابل او اسلام‌آباد د سیاسي مشورتي میکانېزم لومړۍ غونډه وکړه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د سیاسي اړیکو پیاوړتیا او سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا هڅو په دوام، د اسلامي امارت او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړي پړاو غونډه اسلام‌آباد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو سیاسي مسایلو ترڅنګ، پر سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو او همداراز سیمه‌ییز اتصال په اړه خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وایي، چې په دې غونډه کې دواړو لوریو په پاکستان کې د افغان بندیانو او مهاجرینو د ستونزو په حل، او افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کړی دی.

ضیاء احمد تکل د دې غونډې په اړه زیاتوي: «په دې غونډه کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو سیاسي مسایلو، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو، سیمه‌ییز اتصال او همداراز د سیمې او نړۍ پر سیاسي مسایلو خبرې وکړې. همداراز دواړو خواوو په پاکستان کې د افغان کډوالو او زندانیانو د ستونزو پر حل، د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د ویزو په برخه اسانتیاوو او ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.»

په ورته وخت کې، د دواړو هېوادونو د مشورتي میکانېزم غونډې په څنډو کې، د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې رییس نور احمد نور، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیالې آمنه بلوچ سره لیدنه کې د اړیکو ټینګښت، اندېښو ته رسېدنې او په سیمه کې د سولې او هوساینې ترویج په موخه، پر منظمو تماسونو ټینګار کړی دی.

په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنخ د سیاسي او اقتصادي اړیکو ټینګښت په موخه، دواړه خواوې باید پر خپلو ژمنو او خبرو عمل وکړي. د سیاسي چارو شنونکی عبادالله صادق د دې غونډې په تړاو داسې لیدلوری لري: «سیاست او اقتصاد د یو بل لپاره لازم او ملزوم دي، په همدې اساس ویلی شم چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې هله رامنځته کېږي، چې په خپلو کړنو او سیاستونو عمل وکړو او رښتینې واوسو او په پوره امانتدارۍ کارونه ترسره کړو.»

د سیاسي چارو بل شنونکی آصف جبارخېل په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «اسلامي امارت باید په دا ډول ناستو کې خپلې ملي ګټې په پام کې ونیسي او له ملي ګټو په کلکه دفاع وکړي او ټول هغه موارد چې په مشورتي توګه ورباندې بحث شوی، باید په عملي توګه تطبیق شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د وروستي سفر پر مهال، دواړو خواوو هوکړه کړې وه، چې د ډیپلوماټيکو اړیکو کچه به د سفیر هغې ته لوړوي او د ډیپلوماټیکو کانالونو په پراختیا سره به، د سیاسي اړیکو کچه هم لوړه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد