د دوحې غونډې پای؛ ګډونوالو یې د کوکنارو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قطر پلازمېنه دوحه کې د دوه ورځنۍ غونډې له پای‌ته رسېدو وروسته، د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وایي، چې د یوناما په مشرۍ د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په پار دا نړۍوالو غونډه، چې د ۲۹ هېوادونو د استازو په حضور سره پیل شوې وه، پای‌ته رسېدلې ده. د ښاغلي قانع په خبره، په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې معینیت استازو هم ګډون کړی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې غونډه کې تر ډېره د مخدره توکو پر له منځه وړلو، د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت برابرولو او همداراز د روږدو کسانو د درملنې په اړه خبرې شوې دي. ښاغلی قانع ټینګار کوي، چې د دې غونډې په پای کې، د مخدره توکو مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د یو شمېر هېوادونو له لوري ستایل شوې او په دې برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه کړې ده.

عبدالمتین قانع په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «په دې غونډه کې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې، بدیل معیشت او د روږدو کسانو د درملنې او ساتنې په اړه مهم بحثونه وشول. همداراز د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، تجربو شریکولو او ګډو هڅو په برخه کې هر اړخیز بحثونه وشول. د ناستې په پای کې، د مخدره توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه د هېوادونو له لوري وستیال شوه.»

د چارو یو شمېر شنونکي که څه هم د دوحې وروستۍ ناسته فني او تخنیکي بولي، خو په خبره یې، دا ډول ناستې کېدای شي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې د تدریجي تعاملاتو پیل وي. پخوانی ډیپلوماټ عزیز معارج د دې ناستې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د دوحې ناسته، چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ او ملاتړ ترسره شوه، دا لومړۍ ناسته نه وه، بلکې موږ تر دې وړاندې د یاد سازمان له لوري د نورو ناستو شاهدان هم وو، خو موږ د عملي پرېکړو شاهدان نه وو او معمولاً تکراري خبرې وې.»

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق بیا وایي، چې که کروندګرو ته ته بدیل کښت ورکړل شي، نو هم به د دوی او هم د افغانستان د خلکو لپاره ګټور ګام وي. هغه په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاته کړه: «که د مخدره توکو کښت او یا هم خصوصي سکتور په اړه په لوړه کچه کار وشي، نو باید د مخدره توکو بدیل کښت ورکړل شي او له کروندګرو سره مرسته وشي، څو د کوکنارو پر ځای نور شیان وکري، په دې سره به هم د کروندګرو او هم د افغانستان د خلکو لاسنیوی وشي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سمیر انگار بیا د دې ناستې په اړه داسې لیدلوری لري: «وروستۍ دوه ورځنۍ ناسته زموږ لپاره یو مهم او مثبت ګام و او دا د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په رسمي توګه د دروازو پرانیسته وه. که څه هم د دې ناستې تمرکز تر ډېره په فني او تخنیکي مسایلو و، خو په لنډمهال کې کولی شي د افغانستان د خلکو ستونزې هوارې کړي. په اوږدمهال کې بیا دا ډول ناستې د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د هر اړخیزو خبرو اترو زمینه برابرولی شي.»

د ویلو ده، چې د قطر پلازمېنه دوحه د روانې اونۍ د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو د افغانستان په اړه د ناستو کوربه وه. افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د اعلامیې له مخېو د دې ناستې اصلي موخه سرپرست حکومت سره د تعامل په پار د لومړیتوبونو ټاکل وو. په دې ناسته کې تخصصي کاري ډلو پر دوو برخو، چې یوه یې هم د خصوصي سکتور وده او بل یې هم د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه وه، تمرکز درلود.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد