آفاق خبري آژانس؛ کابل: د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ غونډه، چې د بېلابېلو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پر استازو سربېره، د اسلامي امارت پلاوي هم ګډون کړی، له پرون راهیسې پیل شوې او تمه ده نن پایته ورسېږي. افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د خبرپاڼې له مخې، د دې غونډې اصلي موخه سرپرست حکومت سره د رغنده، هدفمند او جوښتي تعامل لپاره د لومړیتوبونو ټاکل او پېژندنه ده، چې په خبره یې، دا چاره د افغانستان د خلکو په ګټه ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې تخصصي ډلې پر دوو اصلي محورونو تمرکز لري: افغانستان کې د خصوصي سکتور د ودې او پراختیا ملاتړ او د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې په پار د اغېزمنو حللارو ارزونه.
له دې سره هممهاله، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي استازې روزا اتونبایوا د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه د کلیوالي ټولنو او سیمې ثبات لپاره حیاتي مسئله بولي. روزا اتونبایوا زیاته کړې: «مخدره توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره یوه کلیدي او اساسي مسئله ده، چې نه یوازې د کلیوالي ټولنو پر ژوند اغېز لري، بلکې د سیمې په ثبات کې هم خورا مهم رول لوبولی شي.»
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې منلې د بېلابېلو وزارتونو تخنيکي پلاوي د ملګرو ملتونو له لوري جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی او تمه ده د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د نشهيي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د معتادينو درملنې، او خصوصي سکتور او بانکدارۍ په برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
ضیا احمد تکل په دې غونډه کې د اسلامي امارت پلاوي د ګډون په اړه زیاته کړې: «ټاکل شوې، دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د نشهيي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د معتادينو درملنې، او خصوصي سکتور او بانکدارۍ په برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.»
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پر ایکس پاڼه لیکلي، چې دوحه کې یې د افغانستان لپاره د چین او روسیې له ځانګړو استازو سره په غیر رسمي غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کړی دی. د هغه په خبره، په دې ناسته کې ټولو خواوو افغانستان سره د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت نویو تګلارو او نوښتونو ته اړتیا لري او په خبره یې، ښکېل اړخونه په تېرو غونډو کې هم نه دي توانېدلي، دوامداره حللارې ومومي. د نړۍوالو چارو شنونکي واحد فقیري آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «دا ډول غونډې زیاتې شوې او تر اوسه یې کومه مثبته پایله هم نه ده ورکړې او له همدې امله افغانان دا ډول غونډو ته هیلهمن هم نه دي او د ملګرو ملتونو ټول فعالیتونه یو ډول بنبست ته رسېدلي؛ ځکه نه خپله افغانان کوم سیاسي نوښت لري او نه هم ملګري ملتونه.»
قطر د مخدره موادو پر وړاندې مبارزې کاري ډلې درېیمې او خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ډلې دویمې غونډې کوربه دی، چې نن سهشنبه به پایته ورسېږي. دا دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه جوړه شوې وه.