د دوحې غونډه؛ د تېرو خبرو تکرار که عملي اقدامات؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له پېچلو ننګونو سره مخ دی، دوحه د سيمه‌ييزې ديپلوماسۍ د مرکز په توګه، سبا د خصوصي سکتور د کاري ډلو دويم پړاو او د نشه‌يي توکو پر ضد د کاري ډلو درېيم پړاو غونډو کوربتوب کوي. د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اعلاميه کې چې د جون په ۲۱مه خپره شوه، راغلي وو چې د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د خصوصي سکتور او د نشه‌يي توکو پر ضد د کاري ډلو پر حضور سربېره، د اسلامي امارت استازي هم ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د اعلاميې يوه برخه کې راغلي وو: «د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه به دوې کاري ډلې، چې يوه یې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې او بله یې د خصوصي سکتور ډله ده، په دوحه کې ناستې ولري. په دې کاري ډلو کې به د موضوعاتو متحصصین، د غړو هېوادونو استازي، د ملګرو ملتونو په ګډون، نړيوالو بنسټونو استازي، د سرپرست حکومت پلاوی او همداراز د نړۍوالو بنسټونو استازي ګډون ولري.»

اسلامي امارت که څه هم تر اوسه په رسمي توګه په دې ناسته کې د ګډون او بلنې په اړه څه نه دي ویلی، خو قطر کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ټینګار کوي، چې په راتلونکو ناستو کې دې پر عملي اقداماتو تمرکز وشي او د پلي کولو په پار یې دې مشخصې برنامې په پام کې ونیول شي.

سهيل شاهين په دې اړه زیاتوي: «هيله ده چې په راتلونکو ناستو کې عملي اقداماتو ته پاملرنه وشي او د عملي کولو لپاره يې پلان جوړ شي، څو له دې لارې د باور فضاء جوړه او ناستې ګټورې او عملي پایلې یې ټولو ته روښانه شي.»

خو پوښتنه دا ده چې آيا دوحه به اسلامي امارت سره د نړيوال تعامل لپاره د يوه جدي بهير پيل وي، که يوازې د تېرو ناستو تکرار؟ د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شېرزی د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «هغه دوه موضوعات چې تمه ده د دوحې په راتلونکې ناسته کې پرې بحث وشي، دا د یوه هېواد لپاره فرعي موضوعات دي. اصلي بحث دا دی چې افغانستان بېرته نړۍوالې ټولنې ته ورګډ شي او مشروعيت پيدا کړي. له بده مرغه، په دې برخه کې کار نه دی شوی، په دولتي ادارو کې د ښځو نشتون او د نجونو پر وړاندې د ښوونیزو بنسټونو دروازو تړلي پاتې کېدل، د هېوادونو لپاره جدي اندېښنې دي، چې د اساسي کارونو مخه یې نیولې ده. نو زما په اند، د دوحې دا ناسته هم د تېر په څېر، د افغانانو لپاره مثبته پايله نه لري.»

د سیاسي چارو بل شنونکی عزيز ستانکزی بیا په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «قطر هغه هېواد دی چې کولای شي د افغانستان د سياسي مسائلو په اړه اغېزمن رول ولوبوي، خو دا مهال به دا اغېزمنتيا يوازې هغه وخت وي چې د افغانستان واقعي استازي چې همدا حکومت دی، په دې بهير کې ګډون ولري، څو وکولی شي مطرح شوي موضوعات په مستقیم ډول او مخامخ وارزوي.»

د ویلو ده، چې د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه ناسته به د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون، د جون له ۳۰مې تر د جولای تر لومړۍ نېټې مې پورې په قطر کې ترسره شي. ملګرو ملتونو د دې ناستې موخه، په منسجم او جوړښتي ډول له سرپرست حکومت سره د نړۍوال تعامل پراخوالی بللی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد