د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه؛ ګاونډیو او نړۍ ته د ا.ا چارواکو پیغام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: له انګریزي ښکېلاک د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې سره سم، د اسلامي امارت دفاع وزارت د زمري ۲۸مې په مناسبت د دغه وزارت د غونډو په تالار کې ستره غونډه نیولې وه. په دې غونډه کې چې د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی و، دا تاریخي ورځ یې د افغانستان د خلکو د قربانیو او سرښندونو نښه وبلله او د خپلواکۍ ساتلو او اوسني نظام پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې د خپلواکۍ پر ساتلو د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي، د افغانستان د سیاسي، نظامي او اقتصادي استعمار مخه ونیسي. ښاغلي برادر زیاته نړۍوالو ته په خطاب کې ویلي، چې اسلامي امارت هرڅه څاري او ټینګار یې کړی، چې دا ملت څوک اسیر نشي نیولی او په کار ده، چې د تقابل پر ځای د اصولو په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي تعامل وکړي.

ملا عبدالغني برادر په دې غونډه کې زیاته کړه: «رابولو یې چې د افغانستان له تاریخ څخه زده کړه وکړئ، دا ملت څوک اسیر نه شي نیولی؛ د لاسوهنې او تقابل پرځای د اصولو په چوکاټ کې راسره هر اړخیز سیاسي او اقتصادي تعامل ته لار هواره کړئ؛ همدا کار د سیمې او نړۍ هېوادونو د امنیت او اقتصادي تعامل لپاره اساس ګڼل کېږي.»

د دې ترڅنګ، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وایي، چې غازي امان‌الله خان د اصلاحاتو په نامه د افغانستان د خلکو دیني او فرهنګي ارزښتونه له پامه وغورځول او همداراز جهادي رهبرانو د روسانو له ماتې وروسته ونشوای کولی د خپلواکۍ ارزښتونه وساتي، چې په پایله کې یې خپلسرۍ، غلاوې، ګډوډۍ رامنځته او کابل کې شاوخوا ۶۰ زره کسان ووژل شول.

امیر خان متقي بهر کې جوړېدونګو غونډو ته په اشارې سره وویل، چې نور دې څوک د افغانستان د چپه کېدو خوبونه نه ویني او په خبره یې، افغانستان اوس پر خپلو پښو ولاړ او متحد دی. ښاغلي متقي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت به هېڅکله د بهرنیانو تر فشار لاندې رانشي او نه به هم هغه فرمایشات ومني، چې له دین او فرهنګ سره په ټکر کې وي.

امیرخان متقي په دې غونډه کې وویل: «که خدای مه کړه موږ د بهرنیانو تر دومره فشار لاندې راځو، چې تر خپلو اهدافو ورته تېرېږو، یا په داخل کې د داسې چا فرمایشات منو چې هغه له دین او اسلام سره په ټکر کې وي، بیا به مو انجام د امان‌الله خان او جهادي رهبرانو په څېر وي. موږ باید خپل سیاست او پالیسي مستقله وساتو او خپل ملت په څنګ کې وساتو او امنیتي ځواکونه مو تجهیز او ورزو. نظام ډېرې لاسته راوړنې لري او ډېر ښه پرمخ روان دی. اوس که ګاونډیانو کې او یا هم د سیمې په هېوادونو کې څوک وي، د افغانستان لپاره دې چپه خوبونه نه وي. دا چې یو ځای او بل ځای غونډې کوي او افغانستان ته ګاڼي را غورځوي، هغوی به په تاریخ کې ذلیله وي.»

په دې غونډه کې د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د خپلې وینا پر مهال وویل، چې افغانانو په تېره یوه پېړۍ کې درې ځله خپلواکي ترلاسه کړې، خو هر ځل یې په ساتنه کې پاتې راغلی دی. هغه ټینګار کړی، چې دا ځل باید له تېرو تېروتنو عبرت واخیستل شي او بیا د اشغال زمینه برابره نشي.

د دفاع وزارت سرپرست د خپلو خبرو په یوه برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې اسلامي امارت د هېچا په اړه بده اراده نه لري او نه هم د چا د امنیت خرابولو هڅه کوي او له هغوی یې هم وغوښتل، چې افغانستان ته د مخالف په سترګه نه، بلکې د یوه ښه ګاونډي او دوست هېواد په سترګه وګوري.

محمد یعقوب مجاهد همداراز زیاته کړه، چې نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کوي او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. هغه نړۍوالو قوتونو ته په خطاب کې وویل، چې نه دې روسان او چینایان دا فکر کوي، چې د افغانستان خاوره به د امریکا د ګټو لپاره د دوی پر ضد وکارول شي او نه دې هم امریکایان دا فکر کوي، چې چینایان او روسان به د افغانستان خاوره د دوی پر ضد وکاروي.

محمد یعقبو مجاهد د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته زیاته کړه: «نه د چا په کورنیو چارو کې مداخله کوو، نه مو کړې او نه مو دا پالیسي ده او نه بل چاته اجازه ورکوو، چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړو. د سیمې هېوادونو، ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ نورو قدرتونو ته ټولو ته دا پیغام ورکوو او په زغرده وایي، چې که د افغانستان په اړه څوک بده اراده لري، له هغې ارادې تېر شئ، افغانستان ستاسو په اړه بده اراده نه لري، ټولو سره ښه راشه درشه، ښه تجارت او ښه ډیپلوماټیکې اړیکې غوناړي. نور به افغانستان د لویو قدرتونو د جګړې په ډګر ونه ګرځي، لکه په تېر کې چې ګرځېدلی و.»

په دې مراسمو کې د اسلامي امارت استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق، بیا وویل چې نور دې خلک د افغانستان د اشغال او اسلامي امارت نسکورولو فکر نه کوي او په خبره یې، اسلامي امارت د پخوا په پرتله قوي او هېڅوک ورته زیان نشي رسولی. ښاغلي وثیق زیاته کړه، هغوی چې د افغانستان د «اشغال» فکرونه کوي، باید له تېر تاریخ عبرت واخلي او په خبره یې، هغه کړۍ چې له بهره د شر او فساد ملاتړ کوي، باید له دې کاره لاس په سر او افغانان پرېږدي، چې په خپل وهېواد کې په آرامه ژوند وکړي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې د یو شمېر هېوادونو ادعاوو ته په اشارې سره وایي، چې داعش له بهره پر اسلامي امارت تحمیل شوې وه، خو په خبره یې دا ډله په بشپړ ډول ځپل شوې او د افغانستان په یوه لوېشت ځمکه کې هم وسله‌والې ډلې شتون نه لري.‎

د استخباراتو عمومي مشر په دې غونډه کې زیاته کړه: «تاسو به کله کله په رسنیو کې اورئ چې په افغانستان کې مشکلات دي، هلته خوارج موجود دي، شر او فساد دی. محترمو وروڼو تاسو خو آګاه یاست، ښه ده چې دا نور خلک یې هم واوري، د افغانستان په ټوله جغرافیه کې هېڅ نوع مخالفت نشته، یوه لوېشت ځمکه هم چا سره نشته، د افغانستان اوسنی اسلامي نظام په بشپړه جغرافیه مسلط دی.»

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت بیا په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې افغانستان دا مهال رښتینې خپلواکۍ ته رسېدلی دی. فصیح‌الدین فطرت زیاته کړه: «که هر څوک فکر وکړي، چې د دغه هېواد آزادي سلب کړي، خو د دې ملت خلک به له هر څه تېر او د ذلت ژوند به ونه کړي. سږ کال موږ داسې مهال له انګریزانو د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه نمانځو، چې څلور ورځې وړاندې مو له امریکایي اشغالګرو د خپلواکۍ ورځ ونمانځله.»

د ویلو ده، چې شاه غازي امان‌الله خان له نن ۱۰۶ کاله وړاندې د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه نېټه د افغان – انګلیس د دویمې جګړې له پای‌ته رسېدو وروسته، له انګریزانو د هېواد سیاسي خپلواکي بېرته ترلاسه او په دې سره افغانستان په نړۍوال سیاست کې خپل ځای تثبیت کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *