د خواجه آصف اعتراف؛ پاکستان د امریکا خوشحاله کولو لپاره افغانستان کې ښکېل و

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه محمد آصف په حواله راپور ورکړی، چې نوی ډیلی په مستقیمه توګه پاکستان سره د مخامخ کېدو وړتیا نه لري، نو ځکه له افغانستانه په استفادې د اسلام‌آباد پر وړاندې عمل کوي.  خواجه آصف یو ځل بیا تور پورې کړی چې هند د افغانستان له لارې د پاکستان پر ضد نیابتي جګړه پر مخ وړي. نوموړي د پاکستان د ملي شورا په غونډه کې ویلي چې اسلام‌اباد هېڅکله هم د کابل پر وړاندې تېری نه دی کړی.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یوه راپور کې د خواجه محمد آصف په حواله لیکلي: «پخوا د افغانستان حکومت د پاکستان له دریځ سره همغږی و، خو اوس د ترهګرۍ د مهارولو لپاره د هېڅ ډول تضمین ورکړې ته چمتو نه دی. دا مهال هند له افغانانو په استفادې زموږ پر ضد کار اخلي او په پاکستان کې نیابتي جګړه پر مخ وړي.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم د خواجه محمد آصف د دې څرګندونو په اړه وایي: «د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې اړینه ده چې دواړه لوري د سولې او متقابلې همکارۍ په اړه خپلې پالیسۍ او تګلارې له سره وارزوي، د یو بل ملي ګټو ته درناوی ولري او له هغو قومي اړخ‌نیونو ډډه وکړي چې د مقابل لوري د ګټو پر ضد وي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، خواجه محمد آصف په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې د افغانستان په تېرو جګړو کې د پاکستان لاسوهنه «یوه تېروتنه» وه او په خبره یې، اسلام‌اباد ته یې ناوړه پایلې درلودې.
آصف په پارلماني غونډه کې زیاته کړې، چې د پاکستان دوه پخواني پوځي دیکتاتوران نه د اسلام لپاره، بلکې د یوه ستر زبرځواک د خوشحالولو په موخه یې ځانونه د افغانستان په جګړه کې ښکېل کړل.

مطالب بیشتر:  سیف‌الاسلام خیبر: تېره میاشت مو ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه کړې

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور په یوه بل برخه کې راغلي: «دوه پخواني پوځي دیکتاتوران نه د اسلام لپاره، بلکې د یوه زبرځواک د خوشحالولو لپاره د افغانستان جګړې ته داخل شول. موږ خپل تاریخ رد کړ، خپلې تېروتنې مو ونه منلې. ترهګري د هغو تېروتنو پایله او انعکاس دی چې پخوانیو دیکتاتورانو کړې دي.»

د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله مفید په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاتوي: «سترې ترهګرې شبکې لکه القاعده، داعش او نور ورته سازمانونه هم د پاکستان په خاوره کې رامنځته شوي دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې نن پاکستان په خپله د امنیت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شي، او د دغه بحران حل د دغه هېواد په پالیسیو کې ژورې او جدي بیاکتنې ته اړتیا لري.»

اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان د افغانستان په اړه د دوه‌ګوني سیاست په غوره کولو سره، کومې موخې تعقیبوي؟

د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «د افغانستان په اوږدمهاله کړکېچونو کې د پاکستان سټراټیژیک رول باید له پامه ونه غورځول شي. اوس چې خپله پاکستان له جدي امنیتي ستونزو سره مخ دی، دا د همغو تېرو سیاستونو پایله ده، او د پاکستان دا ټول سیاستونه په خپله د اسلام‌آباد لپاره په یوه لویه معضله بدل شوي دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن، د اسلام‌آباد پر ناسمو تګلارو سخته نیوکه کړې وه او د پاکستاني چارواکو د هغو ادعاوو په غبرګون کې یې ویلي وو، چې دا مهال له افغانستان پاکستان ته یو انار نشي راتلی، نو څنګه ممکنه ده، چې ترهګر را تیر شي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *