آفاق خبري آژانس؛ کابل: د هند بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډه ناسته کې ویلي، چې نوی ډیلی کابل سره د اړیکو پراختیا ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، چې د خپل ډیپلوماټیک ماموریت کچه به د سفارت هغې ته لوړه کړي. سابر امانیام جيشنکر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ ته ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې نږدې همکاري د سیمې ثبات لپاره ضروري بللې ده.
سابر امانیام جيشنکر په دې غونډه کې زیاته کړې: «هند د افغانستان ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او خپلواکۍ ته ژمن دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې همکاري کولی شي د افغانستان ملي پراختیا او د سیمې تلپاتې ثبات په برخه کې مرسته وکړي. په همدې لړ کې غواړم په خوشحالۍ سره اعلان کړم، چې کابل کې د هند تخینکي دفتر به، د سفارت کچې ته لوړ شي.»
د هند بهرنیو چارو وزیر همداراز افغانستان کې د نویو پراختیایي پروژو له پلي کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې هېواد به یې د روغتیا په برخه کې د ۶ نویو پروژو چارې پیل کړي. د هند بهرنیو چارو وزیر د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «هند چمتو دی د شپږو نویو پروژو د عملي کېدو ژمنه وکړي، چې جزیات به یې له خبرو اترو وروسته اعلان شي. افغانستان ته د ۲۰ امبولانسونو ورکړه، کابل سره د نوي ډیلي د ښه نیت بله نښه ده؛ د دغو امبولانسونو له ډلې به پنځه عرادې په مستقیم ډول افغان لوري ته وسپارل شي.»
په همدې حال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دې ناسته کې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان هند خپل نږدې او د باور وړ ملګری بولي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې زیاته کړې: «افغانستان هند د یوه نږدې او باور وړ ملګری بولي. موږ د داسې اړیکو د ټینګښت هیله لرو چې پر متقابل درناوي، ګډو ګټو او د سیاسي، سوداګریزو او ولسي اړیکو د پراخېدو لامل شي. د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تفاهم او سلا مشورو یو میکانیزم جوړ کړي، څو دا مشورتي چوکاټونه زموږ د اړیکو د پیاوړتیا او ټینګښت سبب شي.»
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر همداراز په دې غونډه کې په سیمه کې د داعش ډلې ګواښونو ته په اشارې سره، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی. ښاغلي متقي د خپلو خبرو په دوام ویلي: «موږ به هېڅ کومې ډلې ته د نورو د ګواښلو اجازه ورنه کړو او نه به هم څوک پرېږدو، چې د افغانستان خاورره د نورو پر ضد وکاروي. داعش د سیمې لپاره یو ننګونه ده او افغانستان د دې مبارزې په لومړي کرښه کې پروت دی. له نېکهمرغه د افغانستان اسلامي امارت ځواکونه افغانستان کې د دې ډلې جرړې ایستلې دي. زموږ سیمې اړتیا لري چې له دې ګواښ سره په ګډه مقابله وشي، دا د دواړو هېوادونو د هوساینې او ګډ پرمختګ لپاره ضروري دی.»
د ویلو ده چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ له مسکو فارمټ غونډې وروسته نوي ډیلي ته روان شو. واک ته د اسلامي امارت له را ګرځېدو وروسته، دا هند ته د هغه لومړنی رسمي سفر دی. تمه ده هغه د دې سفر په لړ کې د هند له یو شمېر نوور لوړپوړو چارواکو سره هم د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
