آفاق خبري آژانس؛ کابل: سره دې چې د جرمنی په بُن ښار کې د افغان کډوالو پر مخ قونسلي فعالیتونه له څه باندې یو کال راهیسې بند وو، د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د یادې قونسلګرۍ فعالیتونه بیا پیل شوي او ټول افغانان کولی شي نن د نومبر له لسمې له قونسلي خدمتونو برخمن شي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل وایي، په نږدې راتلونکي کې به په یاده استازولۍ کې د پاسپورټ د چاپ لړۍ هم پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل وايي:« ګرانو هیوادوالو چې په بُن کې پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته مراجعه کړې، موږ غواړو تاسو ته خبر درکړو چې د پاسپورټونو د ویشلو پروسه به بیا پیل شي.»
تر دې وړاندې د جرمني په بُن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې د دې قونسلګرۍ فعالیتونه بیا پیلیږي او موخه یې افغانانو ته د لا زیاتو خدمتونو وړاندې کول دي.
په بُن ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګري وایي:« په دې قونسلګرۍ کې به د پاسپورټونو د چاپ پروسه هم ډېر ژر بیا پیل شي ترڅو افغانان په دې ښار کې میشت افغانان له ډیرو خدمتونو څخه برخمن شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار آفاق خبري آژانس ته وایي:«د افغانستان اسلامي امارت او جرمني ترمنځ د قونسلګرۍ اړیکو بیا پیل به له یوې خوا په هغه هیواد کې میشتو افغانانو ته ډیرې اسانتیاوې او خدمات چمتو کړي او له بلې خوا به له جرمني سره اقتصادي او سیاسي اړیکې پیاوړې کړي. سربیره پردې، دا اقدام به په نړیواله کچه د یو باثباته ملګري په توګه د افغانستان اسلامي امارت دریځ روښانه کړي.»
له دې سره د سیاسي چارو ځینې شنونکي د جرمني دا اقدام د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ديپلوماتیک ګام ګڼي.
د نړیوالو چارو شنونکی نجیبالرحمن شمال بیا داسې وايي: «که څه هم جرمني لا تر اوسه په رسمي ډول له افغانستانه د افغانانو لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، خو د کورنۍ، قونسلګرۍ او ځینو انفرادي پروسیجرونو پیل کول تر یوې اندازې پورې هیوادوالو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ګټور کیدی شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني په ګډون په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو قونسلي خدمات د ۲۰۲۴ کال د جولای له ۳۰ راهیسې د پاسپورټونو د ورکړې، پاسپورټ د غځېدو او ویزې د ورکړې برخه کې د نه همغږۍ له امله د اسلامي امارت له لوري ځنډول شوي وو.
