د تورخم دروازې بند پاتې کېدو پنځلسمه ورځ، اسلام آباد د څه په لټه کې او کابل څه کوي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
دا دروازه د روان لمریز کال د کب په درېیمه نېټه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه او تر دې دمه یې د افغانستان خلکو او سوداګرو ته یې پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو پر بنسټ، د تورخم دروازې په بندېدو سره، هره ورځ سوداګرو ته پنځه سوه زره ډالر زیان اوړي.
د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، چې دا مهال د دروازې دواړو خواوو ته سلګونه باروړنکې لارۍ او مسافر د دې لارې د خلاصون شېبې شماري.

بلخوا، د دې دروازې له تړل کېدو راهیسې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله وسله‌والې نښتې شوې، چې پر مالي زیانونو سربېره یې، دواړو خواوو ته ځاني زیان هم اړولی دی.

له دې سره همهاله، ملګرو ملتونو سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د نومبر میاشتې له لومړۍ د ۲۰۲۵ د جنورۍ تر ۳۱مې نېټې پورې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اسلامي امارت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شپږ ځله نښتې شوې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې په دې موده کې دواړو لورو فرضي کرښې ته څېرمه د خپلو ځواکونو شمېر هم زیات کړی دی.‎

تورخم کې د اسلامي امارت کمیسار عبدالجبار حکمت هم ویلي، چې پاکستان تل د دې لارې په تړلو سره غواړي خپلو سیاسي موخو ته ورسېږي او په دې کارسره د افغانستان خلکو ته زیات مالي زیانونه اړوي.

د ویلو ده، چې د تورخم دروازې د خلاصون په پار تر دې دمه د اسلامي امارت او پاکستاني لوري ترمنځ ناستې شوې، خو بې پایلې پایته رسېدلې دي.
په دې ناستو کې پاکستان له اسلامي امارته غوښتي چې د کرښې په اوږدو کې د پوستو له جوړولو لاس واخلي، خو د اسلامي امارت مسوولینو تر دې دمه د پاکستان د دې غوښتنې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په داسې حال کې، چې دوې ورځې وړاندې (پنجشنبه، کب ۱۶مه) د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست کابل کې د پاکستان له سفیر سره لیدنه کې ویلي وو، چې جګړه، تاوتریخوالی او د لارو بندول د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ستونزو د هواري لار نه ده او د دې ستونزو د هواري په موخه باید د خبرو اترو لار غوره شي، د شنونکی ترمنځ دا پوښتنه پیدا کېږي، چې اسلام آباد د تورخم دروازې تړلي پاتې کېدو کې، د کومې موخې په لټه کې دی؟

د دې پوښتنې تر ټولو معقول ځواب دا دی، چې اسلام آباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوو اصلي لارو له ډلې، د یوې لارې په تړلي پاتې کېدو سره غواړي، پر کابل لا زیات او دوامداره فشار راوړي، څو له اسلامي امارته اړین امتیازات ترلاسه کړي، اوس کابل ویلي، چې د دې بهیر د دوام په صورت کې به د بدیل مسیر په لټه کې شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد