آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې په وروستیو اوونیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې له ترینګلتیاوو او د اسلام آباد د چارواکو له پرله پسې ادعاوو سره مخ شوي، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کابل او اسلام آباد ترمنځ د مثبتو اړیکو او پلاویو د تګ راتګ پر اهمیت ټینګار وکړ او له افغان کډوالو یې د پاکستان د کوربتوب ستاینه وکړه.
د محمد ابراهیم په مشرۍ د جماعت علمای اسلام ګوند پلاوي هم د دواړو هېوادونو پر نږدیوالي ټینګار وکړ او د دوه اړخیزو اړیکو ښه والی یې د دواړو ملتونو په ګټه وباله. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاءاحمد تکل له ښاغلي متقي سره د دې پلاوي د لیدنې په اړه زیاتوي: «د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ په بیلابیلو کچو کې د پلاويو سفر مهم وباله او وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړیکې د دواړو ملتونو په ګټه دي. مولوي امیر خان متقي په پاکستان کې د جماعت علمای اسلام ګوند ټولنیز خدمات د ستاینې وړ وبلل او د افغان کډوالو د کوربتوب ستاینه یې وکړه او په پاکستان کې یې د مذهبي ګوندونو رول مهم وباله.»
خو پوښتنه دا ده چې د کابل پر وړاندې د پاکستاني لوړپوړو چارواکو له وروستیو تورونو سره سره، په پاکستان کې دیني ګوندونه څومره توانیدلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو په ښه والي کې رول ترسره کړي؟
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی آفاق خبري آژانس سره د دې پوښتنې په ځواب کې وایي: «پاکستان کې ګوندونه مشخص او خپلواک ځای نه لري او ټول یې د پوځ تر لارښوونه لاندې عمل کوي. ان تر دې چې که د دغو ګوندونو پلاوي افغانستان ته راشي، بیا هم نشي کولی خپلواک تصامیم ونیسي؛ ځکه د پاکستان کورنی او بهرنی سیاست تر ډېره د پوځ په لاس کې دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر بیا د دې سفر په اړه داسې لیدلوری لري: «په دې وروستیو کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې او طبیعي ده چې د سیاسي ګوندونو استازي کولی شي د دغو ترینګلتیاوو په کابو کولو کې رول ولري، خو په دې شرط چې پاکستاني حکومت له افغانانو سره څو اړخیزه لوبه نه وي پیل کړې.»
د یادونې ده؛ په داسې حال کې چې په دې لیدنه کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار وشو، خو تیره ورځ د پاکستان لومړي وزیر په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه څرګنده کړه او د اسلامي امارت د اغیزناکو اقداماتو غوښتنه یې وکړه، هغه څه چې د سیاسي شنونکو په وینا دا یوازې ادعاوې دي او کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې خړې پړې کړي.
