آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا د بګرام هوایي اډې او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، په افغانستان کې د پاتې امریکایي تجهیزاتو په اړه خبرې کړې دي. ټرمپ ویلي، چې دا مهال د بګرام هوایي اډې او اړونده مسایلو په اړه له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی. ټرمپ همداراز زیاته کړې، چې د ده د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا پوځ د ځواک او تجهیزاتو له اړخه په نړۍ کې ساری نه درلود.
ډونالډ ټرمپ په دې اړه زیاته کړې: «د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې مې پوځ تجهیز کړ، خو ان تر دې چې یوه برخه مو یې افغانستان کې پرېښوده. موږ لا هم افغانستان سره د خبرو په حال کې یو، په ځانګړي ډول د بګرام هوایي اډې او اړوندو مسایلو په اړه. البته افغانستان کې پرېښودل شوې وسلې د هغه په پرتله چې موږ خپل پوځ تجهیز کړ، ډېرې کمې دي.»
د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د بګرام اډې بېرته نیولو په اړه د ټرمپ لېوالتیا د پاکستان په ملاتړ پورې تړلې ده او په خبره یې، دا په سیمه کې د یوې پېچلې لوبې ښکارندویي کوي.
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «پاکستان له هر موقعیته په استفادې هڅه کوي پر افغانستان فشار او نفوذ وکړي. امریکایانو هم تر ډېره د افغانستان په اړه په خپلو پرېکړو کې د پاکستان لیدلوری اورېدلی دی او خپلې برنامې یې عملي کړې دي. دا چاره له پخوا دوام لري او زموږ پر هېواد د بهرنیو سیاسیتونو د دوامداره اغېزو ښکارندویي کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو، چې د دوحې په هوکړه کې امریکایي لوري ژمنه کړې، چې د افغانستان پر وړاندې به له ځواک او ګواښ کار نه اخلي او نه به هم زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې امریکا د ناکامو تجربو د تکرار پر ځای واقعبینانه او عقلاني تګلاره غوره کړي.