آفاق خبري آژانس؛ کابل: امریکا د بېرته راګرځېدو په خیال کې؛ بګرام هوایي اډه چې یو وخت افغانستان کې د واشنګټن تر ټولو ستره پوځي اډه وه، یو ځل بیا یې د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پام ځانته جلب کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برېټانیا له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې یو ځل بیا دغې سټراټیژیکې اډې ته د راګرځېدو پر اړتیا ټینګار وکړ. ټرمپ دا اډه د نړۍ یوه له سترو هوایي تاسیساتو یاده کړه او د دې اډې جغرافیایي موقعیت یې د نړۍوال امنیت، په ځانګړي ډول د چین پر فعالیتونو د څار لپاره فوقالعاده وباله.
ډونالډ ټرمپ په دې خبري غونډه کې زیاته کړې: «موږ پرته له کوم امتیاز، په وړیا توګه بګرام هوایي اډه هغوی ته ورکړه. په هر حال هڅه کوو هغه بېرته ونیسو. ښایي دا یو کوچنی بېړنی خبر وي؛ موږ د دې اډې د بېرته نیول په حال کې یو، ځکه هغوی له موږ ځینې شیان غواړي. موږ غواړو هغه اډه بېرته ونیسو او یو اصلي لامل یې دا دی، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، دا اډه له هغې سیمې، چېرې چې چین هستوي وسلې تولیدوي، یو ساعت واټن لري.»
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې وایي، چې بېجېنګ د افغانستان حاکمیت ته درناوی لري او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې د ترینګلتیاوو زیاتوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی. لین جیان د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې: «چین د افغانستان ارضي تمامیت ته درناوی لري. له دې امله د افغانستان راتلونکی باید د دغه هېواد د خلکو په لاس وي. پر دې سربېره، موږ ټینګار کوو، چې په سیمه کې د ترینګلتیاوو زیاتوالی به هېڅ ملاتړ او محبوبیت له ځانه سره ونه لري.»
په همدې حال، یوې باخبره سرچینې سيانان ته راپور ورکړی، چې د بګرام هوایي اډې پر سر خبرې له مارچ میاشتې راهیسې پیل شوې دي. د دې سرچینې په خبره، ډونالډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي د دې اډې پر ارزښت ټینګار لري. هغه ارزښت چې پکې پر چین له نږدې څار، د افغانستان کانونو او سرچینو ته لاسرسی، د داعش پر وړاندې د ترهګرۍ ضد مرکز جوړېدل او ان تر دې چې د یوه ډیپلوماټیک مرکز جوړېدل شامل دي.
د امریکایانو لپاره د بګرام هوایي اډې ارزښت
- پر چین له نږدې څار
- د افغانستان کانونو او سرچینو ته لاسرسی
- د داعش پر وړاندې د ترهګرۍ ضد مرکز جوړېدل
بلخوا د امریکا استازو جرګې غړي رایلي مور څرګندونې هم په یو ډول د سيانان راپور تاییدوي. هغه په ډاګه کړې چې د ډونالډ ټرمپ هغه هڅه چې غواړي بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي، د واشنګټن د امنیتي ګټو او د چین د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ له امله یو ستراتیژیک ګام دی.
ښاغلي مور په دې اړه ویلي: «د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو په اړه د ولسمشر ټرمپ هڅې، د امریکا امنیتي ګټو او د چین مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو ته سټراټیژیک ځواب دی. هیڅ شک نشته چې دا یو سټراټیژیک او منطقي کار دی او پوهېږئ لویه تراژیدي څه ده، هغه دا چې موږ هلته حضور نه لرو.»
د ټرمپ د دغو څرګندونو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وایي، چې د امریکا پرمخ د اسلامي امارت د تعامل دروازې پرانیستې دي، خو پرته له دې چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور ولري. ښاغلي ذاکر جلالي د ټرمپ د دې څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې: «افغانستان او امريکا يو بل سره تعامل ته اړتيا لري او کولای شي د متقابل درناوي او مشترکو گټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړيکې ولري، بې له دې چې امريکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي حضور ولري.»
په ورته وخت کې د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د لوړو مالي لګښتونو او په سیمه کې د شرایطو بدلون په کتو، افغانستان ته د امریکا بېرته راګرځېدل ناممکن دي. د نړۍوالو چارو شنونکی بلال فاطمي آفاق خبري آژانس سره په دې اړه وایي: «که که ټرمپ رښتیا هم دا اراده ولري چې دغه کار ترسره کړي، نو پوښتنه دا ده چې دا کار به له سیاسي پلوه وي او که له نظامي اړخه؟ له نظامي اړخه، د امریکا بېرته راستنېدل افغانستان ته ناممکن ښکاري. ځکه چې د نظامي عملیاتو لپاره، امریکا باید بېرته افغانستان او سیمې ته راستنه شي او دا به عملاً یو ډول اشغال وبلل شي. د سیمې شرایط بدلون موندلی او امریکا ته نور د نظامي مداخلې زمینه نشته. لګښتونه هم ډېر لوړ دي.»
د نړۍوالو چارو بل شنونکی عمرصمد بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په بګرام هوايي اډه، د تروریزم پر ضد مبارزه او د امریکا او د افغانستان د حکومت ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو په اړه ډېر بحثونه شوي دي. داسې ښکاري چې دا موضوعات لا هم د ولسمشر ټرمپ په ذهن کې پاتې دي او هغه باور درلود چې بګرام کولی شي د یوې نوې هوکړې برخه وي او د تروریزم پر ضد د مبارزې لپاره د امریکا سره د یو ډول همکاریو له مخې د یو مرکز په توګه وکارول شي، خو اوس شرایط بدل شوي دي او د افغانستان حکومت دا مفکوره رد کړې او د هېواد پر ملي حاکمیت ټینګار کوي. سره له دې، ټرمپ باور لري چې دا وضعیت کولی شي د یوه نوي بهیر د پیل یا د مختلفو موضوعاتو په اړه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره یوه موقع وي. د دې خبرو وروستۍ پایلې لا روښانه نه دي او ممکن یو منځنی حل راووځي، خو دا ټول د دواړو لوریو د سیاسي ارادې پورې تړلی دی.»
د ویلو ده، چې بګرام هوایي اډه چې یو وخت افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور مهم مرکز و، په تېرو څلورو کلونو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د یوې حساسې او مناقشهلرونکې موضوع په توګه مطرح شوې ده. ډونالډ ټرمپ په ځلونو د دې اډې پر بېرته نیولو ټینګار کړی، خو د اسلامي امارت چارواکو هر ځل د ټرمپ دا غوښتنه په کلکه رد کړې ده.