د بلوڅ آزادۍ‌غوښتونکو بریدونه او د بلوچستان په اړه د اسلام‌آباد د تګلارې ناکامي

د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره سم، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د بلوڅ ازادۍ‌غوښتونکو ځواکونو د پراخو بریدونو په تړاو ویلي چې د بلوچستان په اړه د پاکستان تګلاره له ناکامۍ سره مخ شوې ده. هغه پر خپله ایکس‌پاڼه، د دغو بریدونو شدت او همغږي د اسلام‌اباد په امنیتي سیاستونو او پالیسیو کې د جدي بحران نښه ده بللې ده؛ هغه بحران چې د ده په وینا، په تګلارو کې بېړني بدلون ته اړتیا لري، خو نوموړي د داسې بدلون د عملي کېدو په اړه شک څرګند کړی دی.

زلمي خلیلزاد زیاته کړې: « څنګه چې تېره ورځ د بلوڅانو په پراخو او همغږو بریدونو کې ولیدل شول، د بلوچستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه شوې ده. د پاکستان په تګلاره کې یو جدي بحران موجود دی او دا تګلاره بدلون ته اړتیا لري.»

خو په ورته وخت کې پاکستاني پوځ بیا ادعا کړې چې دغه بریدونه د هند له خوا طرحه او تنظیم شوي دي.
د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد آصف، هم ویلي چې په بلوچستان کې وروستۍ نښتې د دې ښکارندویي کوي، چې دا بریدونه د «حقونو مبارزې» سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې هغه ترهګري ده چې د بهرني ملاتړ په وسیله تنظیم شوې ده.

خواجه محمد آصف د بلوچستان بریدونو ته په اشارې ویلي: «په بلوچستان کې وروستي ترهګریز بریدونه ټولو خلکو ته دا روښانه پیغام ورکوي چې دا اقدامات د «حقونو مبارزې» سره هېڅ تړاو نه لري؛ بلکې دا هغه ترهګري ده چې د بهرني ملاتړ پر مټ تنظیم شوې او موخه یې هم پاکستان او هم د بلوچستان خلک دي. دا عناصر نه پرمختګ زغملی شي او نه هم سوله.»

مطالب بیشتر:  افغانستان د اړیکو پیاوړتیا په لټه کې؛ خو پاکستان یې د امنیتي ګواښ تصویر وړاندې کوي

په همدې حال، سعودي عربستان، قطر او ترکیې په جلا- جلا خبرپاڼو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د بلوڅ ازادۍ‌غوښتونکي پوځ بریدونه غندلي او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې یې د پاکستان د حکومت او خلکو ملاتړ اعلان کړی دی.

برېټانیا هم دغو بریدونو ته غبرګون ښودلی، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ پر ضد او د سولې او امنیت د ملاتړ په موخه، له پاکستان سره ولاړ دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې: «ریاض د هر ډول ترهګریزو او افراطي کړنو مخالفت کوي او د پاکستان د ځمکنۍ بشپړتیا او امنیت ملاتړ کوي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «ترکیه دا بریدونه غندي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې به د پاکستان ترڅنګ ودرېږي.»

په اسلام‌اباد کې د برېټانیا استازولي په دې تړاو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ د ترهګرۍ په ردولو سره او د سولې او امنیت په اړه د ګډ تعهد له مخې، د پاکستان تر څنګ درېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بلوچستان د ازادۍ‌غوښتونکي پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۵ امنیتي سرتېري او ۱۸ ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *