د برېټانیا حکومت له لوري افغانستان کې د شویو جنګي جنایتونو د پټولو هڅې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې چې افغانستان کې د برېټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه څېړنې لا هم روانې دي، ټلګراف ورځپاڼې راپور ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت د حقوقي ډلو له لوري ځانګړو ځواکونو ته توصیه شوې، چې له دې څېړنو سره همکاري ونه کړي.

د دې رسنۍ د راپور پر بنسټ، د دفاع وزارت حقوقي ډلو ځانګړو ځواکونو ته دا امر ابلاغ کړی دی. دا څېړنې چې د قاضي چارلز هادون په مشرۍ ترسره کېږي، هغه قضیې څېړي، چې برېټانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰‍۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ پرته له کوم ګواښ ملکي وګړي په نښه کړي دي.

د ټلګراف ورځپاڼې د راپور په یوه برخه کې راغلي: «د ځانګړي ځواک سرتېرو ته امر شوی، چې له دې څېړنو سره خپلې همکارۍ بندې کړي. دا امر د دفاع وزارت د حقوقوي ډلو له لوري ابلاغ شوی دی.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغان‌یار آفاق خبري آژانس سره د دغو جنایتونو په اړه وایي: «دا اقدام د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دی. موږ هیله لرو چې نړیوال بنسټونه او د بشر حقونو مدافعین یو واضح او روښانه پیغام صادر کړي او بریتانیا دې ته اړ باسي چې یو بشپړ راپور وړاندې کړي، تر څو هغه کسان چې د جنګي جنایتونو مرتکب شوي، صالحو محکمو ته معرفي او محاکمه شي.»

افغانستان کې د برېټانوي ځواکونو له حضور د کلونو په تېرېدو او د جنګي جنایتونو څېړنو سره د ځانګړو ځواکونو د نه همکارۍ په اړه د دغه هېواد له پرېکړې وروسته، د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي دا پرېکړه د ټولو نړۍوالو اصولو او کنوانسیونونو خلاف بولي او ټینګار کوي، چې د برېټانیا حکومت باید د دې څېړنو پر ملاتړ سربېره، د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی کامران امان بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «په افغانستان کې ډېر بې‌ګناه خلک د دغو ځواکونو له‌خوا شهیدان شوي دي، اوس اړتیا ده چې اسلامي امارت د دوی تاوان له هغوی واخلي.»

په ورته وخت کې د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیگر بیا د دغو کسانو پر سختې محاکمې ټینګار کوي او زیاتوي: «دا ښکاره او نه بښونکي جنګي جنایتونه دي او عاملین یې باید وپوښتل شي او په صلاحیت لرونکو محاکمو کې محاکمه شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې برېټانیا اعلان کړی و، چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته غرامت ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *