د ا.ا له مخالفینو سره پټې اړیکې؛ پاکستان د نویو سناریوګانو په لټه کې

آفاق خبري آژانس؛ کابل: په داسې حال کې، چې افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د خپلواکې بهرنۍ سیاسي تګلارې په تعقیبولو سره د هند په ګډون د سیمي له هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده. امریکايي نیولاینز خپرونې راپور ورکړی، چې پاکستان د پردې تر شا د نوي سناریوګانو په جوړولو سره د افغانستان د سیاست په راتلونکي د نفوذ په لټه کې دی. دې خپرونې ادعا کړې، چې اسلام‌آباد په دې ورستیو کې د اسلامي امارت له یو شمیر سیاسي مخالفینو سره اړیکې نیولې دي.

په همدې حال، یو شمیر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان په افغانستان کې د یوې بلې تپل شوې نیابتي جګړې په لټه کې دی. د هغوی په وینا، اسلام‌آباد په تیرو شلو کلونو کې د ناټو او امریکا له اوږدمهالي حضوره په استفادې د خپلې نفوذي تګلارې ساتلو په پار نه غواړي چې افغانستان په داسې یو هېواد بدل شي، چې هغه پر خپل ځان تکیه وي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «یو نه رد کیدونکی حقیقت دا دی، چې پاکستان هڅه کوي په افغانستان یو نوی نیابتي جګړه تحمیل کړي. په تیرو شلو کلونو کې، دغه هیواد په عملي توګه خپله جغرافیه په افغانستان کې د ناټو او امریکا د اوږدمهاله حضور لپاره شریکه کړې. موږ ډاډه یو چې پاکستان تل خپل ستراتیژیک اهداف تعقیبوي او نه غواړي افغانستان یو خپلواک هیواد شي، چې پر ځان تکیه وکړي او ونه توانېږي خپل ملي ګټې تعریف کړي او له نړۍ او سیمې سره مستقیمې اړیکې ولري. په دغو شرایطو کې، پاکستان لاهم هڅه کوي ترڅو د افغانستان اقتصادي، بشري، تأمیناتي او سیاسي کنټرول خپل نفوذ لاندې وساتي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی نثار احمد شیرزی بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «پاکستان یو لوی ستراتیژیک پروګرام او ماموریت لري چې د لويو قدرتونو لخوا ملاتړ کیږي. دغه هېواد د دې ترڅنګ چې د هغوی ستراتیژیک اهداف پلی کوي، خپل هدفونه هم تعقیبوي او هڅه کوي د افغانستان له ظرفیتونو او منابعو څخه داسې ګټه پورته کړي چې هم خپلې ګټې او هم د خپلو بهرنیو شریکانو اهداف خوندي کړي.»

د افغانستان په ختیځو سیمو د پاکستان له وروستیو هوايي بریدونو او د دواړو هیوادونو ترمنځ له مستقیمې جګړې وروسته، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ترینګلې شوې دي. د ترینګلتیاوو کابو کولو په موخه درې پړاوه خبرې، بې له دې چې کومه معلومه پایله ولري، پای ته ورسیدې. که څه هم د سیمې یو شمیر هیوادونه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ترینګلیتاوو د کمولو په موخه د منځکړیتوب هڅه کوي، خو لا هم روښانه نه ده چې ایا دا نوښتونه به کومه عملي پایله ورکړي او که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *