د اوکراین جګړې په اړه سبا ریاض کې د امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي

د اوکراین جګړې په اړه سبا ریاض کې د امریکایي او روسي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي

د اوکراین او روسیې تر منځ جګړه، چې له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهیسې دوام لري، وروستیو کې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسېدو سره، هڅه کېږي چې دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.
تمه ده د دې جګړې د پایته رسولو په پار، روسي او امریکایي چارواکي د سعودي عربستان په کوربتوب خبرې اترې پیل او همداراز د دواړو هېوادونو ولسمشران هم لیده کاته وکړي.

آکسیوس راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی استیو ویتکوف د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلي او تمه ده د روسي او امریکایي پلاوو تر منځ سبا (سه شنبه، سلواغې ۳۰مه) مذاکرات پیل شي.
بي بي سي بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې ریاض کې د امریکا او روسیې تر منځ مذاکراتو کې اوکراین ته بلنه نه ده ورکړل شوې او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي هم ویلي، چې د دوی له ګډون پرته د سولې هېڅ ډول هوکړه نه مني.

په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر پرون (یکشنبې، سلواغې ۲۸مه) د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې اروپایي هېوادونو ته اجازه ورکوي، څو د اوکراین لپاره امریکایي وسلې وپېري.
ټرمپ ټینګار کړی، چې په دې کار سره، د امریکا د مرستو له پرې کېدو سره سره، اوکراین کولی شي د روسیې پر وړاندې جګړه کې له امریکایي وسلو کار واخلي.

بلخوا ډیلي‌‌ټلګراف ورځپاڼې د بریټانیا لومړي وزیر کي‌یر سټارمر له خولې لیکلي، چې هېواد یې چمتو دی د اوکراین او روسیې تر منځ د سولې هوګړه لیک په چوکاټ کې، د اوکراین امنیت تضمینولو او دغه هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت په موخه، پوځیان واستوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نیوز د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې تېره اونۍ یې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره اوږدې ټلیفوني خبرې کړې او په خبره یې، داسې ښکاري، چې پوتین د اوکراین جګړې د پایته رسولو په لټه کې دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد