آفاق خبري آژانس؛ کابل: د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه له نیوکو وروسته، د اسلامي امارت ویاند د یادې غونډې په غبرګون کې اعلان وکړ چې په دې هیواد کې بشري حقونو ته درناوی کیږي او اسلامي امارت ځان مکلف ګڼي چې د اسلامي شریعت پر بنسټ د خلکو حقونه خوندي کړي.
په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند د ځینو هیوادونو له خوا له افغانستان سره د تعامل پر اړتیا له ټینګار څخه هرکلی وکړ او وویل چې دا چلند کولی شي متقابل باور پیاوړی کړي او د ټولو خواوو په ګټه وي.
د اسلامي مارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي:«»
د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا په غونډه کې، د یوناما سرپرستې د ملګرو ملتونو په لیدلوري کې د سوله ییز او مدغم افغانستان په اړه خبرې وکړې او د هیواد د قانوني وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې سږ کال ژمی لوږه زیاته شوې او د خوړو مرستې او کلینیکونه بند شوي دي.
د یوناما سرپرسته جورجیوت ګانیون وایي:«د امنیت شورا په ملاتړ سره، موږ کولی شو د اړیکو پلونه جوړ کړو او د خپل ګډ لید په لور حرکت وکړو، یو داسې افغانستان چې په سوله کې وي، له نړیوالې ټولنې سره بیرته مدغم شي او چیرې چې د ټولو افغانانو بشري حقونه درک او درناوی یې وشي.»
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال تام فلچر وایي:«سږ کال ژمی لومړی ځل دی چې د خوړو نړیوال ویش تقریبا هیڅ نه دی شوی. په پایله کې، یوازې شاوخوا یو میلیون تر ټولو زیان منونکو خلکو د ۲۰۲۵ کال د خوړو د کمښت په موسم کې د خوړو مرسته ترلاسه کړې ده. دا د تیر کال ۵.۶ میلیونو سره پرتله کیږي، چې اوس یو میلیون ته راټیټ شوی دی. ۱.۱ مسلیون ماشومان له جدي تغذیې څخه محروم دي ځکه چې د تغذیې ۳۰۵ مرکزونه تړل شوي دي.»
په دې غونډه کې، د چین استازي په افغانستان کې وضعیت باثباته وباله او د سفر محدودیتونو لرې کولو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
روسیې د افغانستان پر ځان بسیاینې او د کابل له اوسني حکومت سره د تعامل لپاره د حقیقي، غیر فشار چلند اړین وګاڼه او هند هم د سولې او سیمه ییزو خبرو اترو په رول ټینګار وکړ.
په ملګروملتونو کې د چین دایمي استازی فوکونګ وایي:«اوس مهال، په افغانستان کې وضعیت په عمومي ډول باثباته دی، او افغان حکومت په فعاله توګه اقتصاد ته وده ورکوي، له نشه يي توکو سره مبارزه کوي او نړیوالې اړیکې پراخوي. دغه راز افغانستان لاهم د بشري او ترهګرۍ ضد برخو کې له پیچلو او جدي ننګونو سره مخ دی، کوم چې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري.»
په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازی واسیلی نبنزیا وایي:«موږ غواړو ملګري ملتونه ډاډ ترلاسه کړي چې موږ له هغو کسانو سره په اړیکه کې یو چې په ریښتیا سره په افغانستان کې په واک کې دي او په ریښتیا سره د هغه څه لپاره مسوول دي چې په دغه هیواد کې پیښیږي. په دې توګه، موږ کولی شو په ریښتیا سره د افغانستان ستونزې حل کړو او نړیوالې ټولنې سره د دغه هیواد بیرته یو ځای کېدل ډاډمن کړو.»
په ملګروملتونو کې د هند دایمي استازی پارواتانني هریش وایي:« موږ له اسلامي امارت سره د عملي او رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کوو او یوازې په مجازاتو باندې تمرکز به یوازې اوسنی حالت دوام ومومي. موږ په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کوو چې د متوازنې پالیسۍ وسایل غوره کړي چې د افغانانو لپاره تلپاتې ګټې ولري»
د غونډې په دوام د پاکستان استازي بیا د افغانستان د اهمیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې وکړې.
د ایران استازي هم له کابل سره د عملي اړیکو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په ملګروملتونو کې د پاکستاني استازی عاصم افتخار احمد وایي:«افغانستان د پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. د نږدې ګاونډیانو په توګه چې اوږده پوله او ګډې مذهبي، تاریخي او کلتوري اړیکې لري، هیڅ هیواد په افغانستان کې د پاکستان په پرتله سوله او ثبات نه غواړي او هیڅ هیواد په تیرو څو لسیزو کې د جګړو او بې ثباتۍ له پایلو څخه د پاکستان په پرتله ډیر زیان نه دی لیدلی. له همدې امله به پاکستان د افغانانو او سیمې د غوره ګټو لپاره د سوله ییز او دوامداره افغانستان د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»
د ایران استازی امیر سعید ایرواني وایي:« د بشري او اقتصادي بحرانونو د حل لپاره له اوسني افغان حکومت سره معنی لرونکې او عملي ښکیلتیا اړینه ده.»
د امنیت شورا دا غونډه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د پخوانۍ استازې روزا اوتونبایوا د ماموریت له پای ته رسېدو درې میاشتې وروسته ترسره کېږي او د ملګرو ملتونو لخوا د هغې ځای ناستی لا تر اوسه نه دی نومول شوی.
