وروسته له هغه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د افغانستان له خاورې د داعش ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه، د اسلامي امارت ویاند وایي، چې داعش ډلې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال وده کوله او په خبره یې، واک ته د اسلامي امارت له رسیدو راهیسې، دغه ډله په بشپړ ډول ځپل شوې او پټنځایونه یې له منځه تللي دي. ذبیحالله مجاهد زیاتوي، چې په دا ډول غونډو کې د افغانستان د استازي نشتون د دې لامل شوی، څو ځینې هېوادونه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ، افغانستان بېثباته وښیي.
د امارت اسلامي ویاند په دې تړاو زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت باید په دقت او له نږدې وڅېړل شي. په هغو غونډو کې چې افغانستان حضور نه لري، حقایق په مستند ډول نه وړاندې کېږي. هغه معلومات چې ځینې هېوادونه د افغانستان په اړه ورکوي، کله نا کله ناسم، مبالغه یا تبلیغاتي وي او هڅه کوي افغانستان بېثبات وښيي. هغه هېوادونه چې له موږ سره نږدې اړیکې لري، لکه چین، پوهیږي چې افغانستان امن او باثباته دی. داعش مخکې له موږ په افغانستان کې و، خو د امارت اسلامي د واکمنۍ وروسته د هغوی فعالیتونه کم شوي دي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په وخت تېره ورځ ناوخته، د داعش ډلې د ګواښونو په اړه ناسته وکړه.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر د سرپرست مرستیال، الکساندر زویف په دې غونډه کې وویل چې که څه هم په افغانستان کې د داعش د بریدونو شمېر کم شوی، خو دغه ډله لا هم د افغانستان او سیمې لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. هغه زیاته کړه چې داعش لا هم د نویو غړو د جذب او ترهګریزو فعالیتونو وړتیا لري او د دې ډلې پر وړاندې مبارزه کې یې نړۍواله همکاري اړینه وبلله.
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد دفتر د سرپرست مرستیال الکساندر زویف په دې ناسته کې زیاته کړې: «په افغانستان کې د داعش خراسان لا هم د سیمې او نړۍ لپاره د جدي ګواښونو له ډلې شمېرل کېږي. که څه هم د دې ډلې د بریدونو شمېر کم شوی، خو دوی لا هم وړتیا لري خپلې صفونه ژر ډک کړي، په ځانګړي توګه په انلاین بڼه د غړو جذبولو له لارې.»
په دې غونډه کې د امریکا او چین استازو هم ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه ټینګار کړی دی. د چین استازی غوښتنه وکړه چې د اسلامي امارت دې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او د منځنۍ اسیا هیوادونو او د شانګهای همکاریو سازمان سره دې همکارۍ پراخې کړي.
ملګرو ملتونو کې د چین استازی سون لی د خپلو څرګندونو په دوام ویلي: «چین له افغانستانه غواړي چې دغه هېواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې جدي پاملرنه وکړي، محسوس او اغیزمن ګامونه اوچت او په قاطع ډول د افغانستان په خاوره کې مېشتې ترهګرې ډلې له منځه یوسي. چین د منځنۍ آسیا او شانګهای همکاریو سازمانونو ملاتړ کوي چې له افغانستان سره د سرحدونو په اوږدو کې د ګواښونو پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي.»
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی مایک والتز په دې اړه وایي: «پر افریقا د داعش زیاتېدونکی تمرکز، په سوریه او عراق کې د دوی د مرکزونو پیاوړي کېدل او افغانستان کې د داعش خراسان دوامداره ګواښ، هغه څه دي، چې د دوامداره او همغږۍ ترهګرۍ پر وړاندې د هڅو اړتیا را برسېره کوي.»
ملګرو ملتونو کې د برېټانیا استازي کریس المور په دې غونډه کې زیاته کړې: «د داعش پراختیا د لوېدیځ افریقا او ساحلي سیمو ته هم ژوره اندېښنه ده. د دې سیمو د امنیتي او بشري وضعیت د خرابوالي سره مقابله، ګډ اقدام غواړي او موږ به له سیمهییزو سازمانونو سره د دې هڅو ملاتړ وکړو. موږ د افغانستان او له هغې هاخوا د داعش خراسان د ګواښ پر وړاندې هم تمرکز لرو.»
سره له دې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو استازو د افغانستان، افریقا، سوریې او ساحلي سیمو کې د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې، خو وروستیو کې خپاره شوي راپورونه د دې ښکارندویي کوي، چې د دې ډلې کلیدي غړي پاکستان کې وژل شوي او یا هم ټپيان شوي دي.
