د امریکا په ملاتړ د افغانستان بې‌ثباتۍ لپاره د اسلام‌اباد پر هڅو د کابل سخته نیوکه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې پاکستان د امریکا په ملاتړ د افغانستان د بې‌ثباته کولو سناریو عملي کول غواړي. نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت د هېڅ هېواد نیابتي ځواک نه دی او د افغانستان له خپلواکۍ او ملي ګټو څخه به دفاع کوي.

ښاغلي مجاهد په دې اړه زیاته کړې: «کله چې امریکا د بګرام هوايي اډې غوښتنه وکړه او وروسته دا جګړه رامنځته شوه، داسې ښکاري چې دا موضوع د پاکستان او امریکا ترمنځ یوه همغږې لوبه وي، او د دې وسیله هماغه ځانګړې کړۍ ده چې پاکستان کې شته. خو دا جګړه د پاکستان جګړه نه ده، بلکې له بل لوري هدایت کېږي؛ پاکستان د جګړې د مزدور په توګه عمل کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی احمد ولي فروزان په دې باور دی چې: «اسلامي امارت تل د مذاکراتو مېز ته ناست دی، هېڅکله یې د مذاکراتو مېز نه دی پرېیښی، او تل پر دې ټینګار شوی چې له پاکستان سره اړیکې باید ښې شي؛ خو واقعیت دا دی چې دا اړیکې نه دي ښې شوې او همدارنګه په اوسنیو شرایطو کې د ښه کېدو وړ هم نه دي، ځکه اساسي او بنسټیزې ستونزې لا هم نه دي حل شوې. تر هغه چې د ستونزو دا ریښې له منځه ولاړې نه شي او د پاکستان سیاستونه بدل نه شي، دا اختلافات به د حل وړ نه وي.»

د اسلامي امارت ویاند د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي اصلي لامل د پاکستان د پوځ ناسمې تمې وبللې او ویې ویل، چې د دغه هېواد چارواکو تمه لرله، چې اسلامي امارت به تر بیا واک ته رسېدو وروسته د هغوی له غوښتنو سره سم عمل وکړي. هغه د اسلامي امارت د پرېکړو پر خپلواکۍ په ټینګار سره زیاته کړه، چې پاکستان باید د اسلامي امارت تر واک لاندې راوستلو خوب ونه ویني.

مطالب بیشتر:  د طبیعت پرله پسې غوسه؛ شمالي کې ولایتونو کې زلزلې لسګونه کورنۍ د ویر په ټغر کینولې

د اسلامي امارت ویاند د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ویلي: «هغوی فکر کاوه، چې کله اسلامي امارت واک ته ورسېږي، د دوی تر ولکې لاندې به راشي. خو اسلامي امارت مذاکراتو ته داخل شو، خپل نظام یې جوړ کړ او له امریکا سره هم له خپلواک دریځ سره میدان ته ننوت. ټول نظام د اسلامي امارت په واک کې دی.»

د سیاسي چارو شنونکی میاگل وثیق زیاتوي: «اصلي موضوع دا ده چې پاکستان غواړي افغانستان هغه هېواد وي، چې د هغه څه په چوکاټ کې عمل وکړي چې دوی یې د “ستراتېژیک عمق” په نوم یادوي. په بل بیان، پاکستان تمه لري چې افغانستان له یوې خوا د پاکستان د امنیتي ګټو او موخو د تأمین مسؤلیت پر غاړه واخلي او له بلې خوا د هغه هېواد د سیاستونو سره همغږی او د ملاتړ د یوې جبهې په توګه عمل وکړي.»

یو شمېر سیاسي شنونکي ټینګار کوي، چې پاکستان باید پر افغانستان د واکمنېدو تصور ونه لري، ځکه اسلامي امارت په سیمه کې یو خپلواک دولت دی. د هغوی په باور، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي حل‌لار د واقعیتونو منل او د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د اړیکو تنظیمول دي.

د سیاسي چارو بل شنونکی سیدمحسن نقوي بیا په دې اړه افاق خبري اژانس ته وايي: «د دې په پام کې نیولو سره، چې د اسلامي امارت حکومت یو خپلواک حکومت او یو خپلواک هېواد دی او په سیمه کې ځواک لري، هغه ځواک چې نن اسلامي امارت په واک کې لري، نه نړۍ کولی شي هغه له پامه وغورځوي او نه هم ګاونډي او سیمه‌ییز هېوادونه.»

مطالب بیشتر:  اذربایجان سره د سیاسي اړیکو کچې لوړوالي هڅې؛ کابل باکو کې د سفیر منلو غوښتنه کړې

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې لا هم له تاوتریخوالي سره مل دي. سیاسي شنونکي ټینګار کوي چې د پاکستان له لوري د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د اړیکو تنظیمول د دواړو هېوادونو لپاره یو پایدار حل کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *