د امریکا نه کرارېدونکی درد؛ دفاع وزیر یې له افغانستانه وتل سیاسي ماتې بولي

آفاق خبري آژآنس؛ کابل: د امریکا دفاع وزیر پیت هګست فلوریډا ایالت کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو په برخه کې د جوبایډن پر سیاستونو سخته نیوکه کړې او دا یې د سیاسي کمزورۍ نښه بللې، نه پوځي کمزوري. ښاغلي هګست له افغانستانه وتلو ته په اشارې، دا یو تریخجن شاتګ او تراژیدي بللي، چې په نړۍواله کچه یې اغېزې پرېښې دي.

پیت هگست زیاته کړې: «دا یو ناورین لرونکی شاتګ او تراژیدي وه، چې په ټوله نړۍ کې یې انعکاس درلود. نړۍ د کمزورتیا یوه نښه ولیده، خو دا کمزوري د جګړې له ډګره نه، بلکې د سیاست له ډګره وه. زما په څېر نسل دوې لسیزې په افغانستان، عراق او نورو ځایونو کې د نورو د پولو دفاع کوله، اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د خپلو پولو دفاع وکړو.»

په همد حال، د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې امریکا  په افغانستان کې نه یوازې سیاسي، بلکې پوځي ماتې هم وخوړه. د دوی په خبره، د بهرنیو ځواکونو وتل، افغانستان کې له شل کلن حضور وروسته د واشنګټن د موخو د نه تحقق پایله وه.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ګل څمکنی په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «اسلامي امارت د تېرو شلو کلونو پر مهال امریکا ته پوځي ماتې ورکړه. امریکا افغانستان کې شل کاله حضور درلود، خو په نهایت کې د دوی ملګرو هېوادونو هم له امریکا ځانونه لرې کړل، ځکه په لومړیو کې یې شعارونه یو شان وو، خو وروسته روښانه شوه، چې موخې یې نورې دي. په همدې موخه د دوی ملګري او هغه کسان چې ورسره همکاري یې کوله، دومره کمزوري وو، چې دوام یې ونشوای کړی او په نهایت کې وتلو ته اړ شول.»

د سیاسي چارو شنونکی اسدالله ندیم بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د پوځي پوهې او علم له اړخه، امریکا او ناټو په افغانستان کې پوځي ماتې ونه خوړه. هغه څه چې رامنځته شول، د سیاست بدلون و. دا د امریکا کورني سیاست اړوند موضوع وه او خپله هم په دې ډاډه دي، چې دا پرېکړه یې د کورنۍ تګلارې یوه برخه وه. خو په قاطع توګه نشو ویلي، چې امریکا دې له پوځي اړخه ماتې خوړلې وي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په ځلونو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې او دا یې د امریکا په تاریخ کې له شرمه ډکه شېبه بللې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد