د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلني راپور ته د ا.ا غبرګون؛ پروپاګند بس کړئ

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا بهرنیو چارو وزارت کلنی راپورو د سرپرست حکومت پر وړاندې پروپاګند بولي. ښاغلی مجاهد له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي، چې د ټولو هېوادوالو حقونه د قوانینو پر بنسټ تضمین شوي دي. هغه ټینګار کوي، چې ځینې هېوادونه د افغانستان له وضعیت کره اطلاعات نه لري او له همدې امله پروپاګند کوي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه آفاق سره خبرو کې زیاته کړه: «له بده‌مرغه ځینې هېوادونو کله کله له لیرې نیوکې کوي، په داسې حال کې چې افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د نافذه قوانینو پر بنسټ خوندي دي. هغه هېوادونه چې په دې برخو کې نیوکې کوي، یا کره اطلاعات نه لري، نو غواړي د افغانستان پر وړاندې تبلیغات او پروپاګند وکړي، څو ذهنونو تخریب کړي. باید د دا ډول پروپاګند مخه ونیول شي.»

تر دې وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې د بشري حقونو او ځینو نورو موضوعاتو په اړه، چې ګواکې په افغانستان کې نقض کېږي، اندېښنه ښودلې ده.

د نړۍوالو چارو شنونکی نجیب‌الرحمن شمال آفاق سره خبرو کې وایي، چې په دا ډول راپورونو کې شته واقعیتونه له پامه غورځول کېږي او زیاتوي: «دا راپورونه پرته له دې چې د افغانستان د خلکو شته واقعیتونه او حقایق په پام کې ونیول شي، چمتو کېږي او دا د هېواد ستونزې نشي حلولی، بلکې ستونزې لا زیاتوي. دا ډول راپورونه باید د افغانستان د حکومت په محوریت تنظیم شي، څو د افغانستان حقیقي او د ننه وضعیت په ښه توګه منعکس کړل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سیمر انګار بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «د امریکا بهرنیو چارو وزارت راپورونه د واشنګټن د ملي او سیاسي ګټو پر بنسټ چمتو کېږي او د افغانستان په اړه بې‌پریتوب او شته واقعیتونه پکې له پامه غورځول کېږي. دا راپورونه د متحده ایالتونو له لوري هدفمنده او تنظیم شوي دي، څو د افغانستان پر حکومت لا زیات فشار راوړي.»

په ورته وخت کې پر بشري حقونو د څار بنسټ اعلان کړی، چې د ځینو هېوادونو بشري حقونو وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلني راپور مهمې برخې حذف او یا هم پکې لاسوهنه شوې ده. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دې چارې د راپورو باور کم کړی او په یوه سیاسي وسیله بدل شوی دی. پر بشري حقونو د څار بنسټ همداراز خبداری ورکړی، چې د امریکا په متحدو هېوادونو کې د بشري حقونو وضعیت تحریف، د بشري حقونو مدافعین له خطر سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *