د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دغه هېواد پر نوې پاليسۍ کار روان دی. د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور وایي، چې دا پاليسي به څو اړخيزه او پراخه وي، خو په خبره یې، تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او لا هم زياتو ارزونو ته اړتيا لري. هغه چې د کانګرس د بهرنيو اړيکو کمېټې په استماعیه غونډه کې، يو ځل بيا يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل بوږنوونکي بللي دي.
د سویلي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاول کپور په دې اړه زیاته کړې: «د امريکا د حکومت بېلابېل بنسټونه د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې پاليسۍ پر جوړولو بوخت دي. د دې پاليسۍ د اعلان کره نېټه لا نه ده ټاکل شوې او وروستي کول يې نورو ارزونو او اقداماتو ته اړتيا لري.»
د سياسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه زیاتوي: «لوېديځ په ځانګړې توګه امريکا، افغانستان د يوې ډېرې مهم سټراټیژيک نقطې په توګه ګڼي، څو وکولای شي روسيه او چين مهار کړي. هغوی هڅه کوي له هرې ممکنه لارې اسلامي امارت سره تفاهم ته ورسېږي؛ څو افغانستان کې د خپل پوځي حضور زمینه برابره کړي.»
په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي باور لري چې افغانستان په سيمه کې سټراټیژيک او مهم ځای لري او امريکا هڅه کوي چې د خپلو نړيوالو سيالانو د مهارولو لپاره د افغانستان له حکومت سره تعامل وکړي.
د سياسي چارو شنونکی میاګل وثیق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «امريکا په سيمه کې د هېوادونو د حضور او په افغانستان کې د اوسني وضعيت له امله خپلې ځانګړې اندېښنې لري. همدا اندېښنې د دې لامل شوې، چې ځینې خبرداري او څرګندونې په ښکاره توګه مطرح شي.»
د سياسي چارو شنونکی اسدالله نديم بیا په دې اړه زیاتوي: «د بشري حقونو او ډيموکراسۍ موضوع به مطرح نه وي؛ هغه څه چې اهميت لري د معاملې او له کمیابه کاني موادو ګټه اخيستنه ده. د امريکا له نظره، افغانستان د خپل اقتصاد، پوځي ځواک او ټکنالوژۍ د پياوړتيا لپاره ډېر فرصتونه لري، او له همدې امله دغه هېواد لېوالتيا لري چې له افغانستان سره معاملې او همکارۍ ته داخل شي.»
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو څو کاله وروسته، کابل سره د واشنګټن د تعامل څرنګوالي په اړه لا هم بحثونه تاوده دي او دا چاره د متحده ایالتونو لپاره یوه مهمه مسئله ده.
