د امریکا بهرنیو چارو وزارت: امریکا ته د همکارو افغانانو لېږد زموږ د سیاست یوه مهمه برخه ده

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د روانې اونۍ د (کب، ۲۵مه) ځینو امریکایي رسنیو راپور ورکړ، چې د ټرمپ دولت امریکا ته د ۴۳ هېوادونو د اوسېدونکو پر سفر محدودیتونه ارزوي، چې له ارزونې وروسته به د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو اوسېدونکي په مطلق ډول امریکا ته له سفر کولو منع شي.

 

د دې راپورونو له خپرېدو وروسته، امریکا کې یو شمېر بنسټونو چې تر ډېره یې د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدنې مسوولیت پر غاړه درلود، اندېښنې را وپارولې او دا یې له افغانانو سره د امریکا د ژمنو خلاف کړنه یاده کړه. که څه هم دا روښانه نه وه، چې آیا په دې لیست کې به افغانستان کې د امریکا متحدین هم شامل وي کنه، خو یو شمېر ګاونډیو او د سیمې هېوادونو کې مېشت افغانان یې په اړه اندېښمن وو.

 

د دې راپورونو او اوازو په غبرګون کې، پرون (دوشنبه، کب ۲۷مه) ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس یوې خبري ناستې ته د وینا پر مهال دا ګنګوسې رد کړې او په خبره یې، هغه افغانان چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وو، هغوی به امریکا ته ولېږدول شي.

 

مېرمن بروس په دې خبري ناسته کې په ډاګه کړه، چې امریکا ته د افغانانو لېږد او بیامېشتېدل د دوی د سیاست یوه مهمه برخه ده. هغې په دې تړاو وویل: «موږ پخوا هم افغانستان کې د امریکایي ځواکونو متحدینو د لېږد په اړه ترتیبات نیولي وو، هغه کسان چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې، زموږ د سیاست یوه مهمه برخه دي، دا بهیر د پخوانۍ ادارې “بایډن” پر مهال هم دوام درلود او موږ هم ورباندې کار کوو.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټینګار وکړ، چې د ډونالډ ټرمپ فرمان، یوازې د امریکا د حکومت عادي امنیتي ارزونه ده، نه د پالیسي بدلون.

 

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له رسېدو سره سم، هغه د ناقانونه کډوالو په اړه د یوه اجرایوي فرمان په لاسلیکولو امریکا ته د افغانانو ورتګ هم وځنډاوه او ورسره سم شاوخوا ۱۶۰۰ افغانان چې د امریکا ویزې یې ترلاسه کړې وې او تمه وه، یاد هېواد ته سفر وکړي، له سفر کولو پاتې شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *