آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آفاق خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وایي، چې متحده عربي امارت او قطر د افغانستان نږدې ملګري هېوادونه دي او له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه آفاق ته وویل: «له شک پرته چې متحده عربي امارت او قطر د افغانستان ملګري هېوادونه دي، چې زموږ د هېواد په اړه ښه نیت لري، موږ هم هغوی ته د وروڼو هېوادونو په سترګه ګورو.»
ښاغلی مجاهد همداراز زیاتوي، چې د دغو هېوادونو هڅې تل د افغانستان د خلکو په ګټه تمامې شوې دي. د اسلامي امارت ویاند د دې مرکې په یوه بله برخه کې ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د اړیکو جوړولو په برخه کې، د متحده عربي اماراتو او قطر منځګړیتوب تل مثبت رول لوبولی دی.
د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وویل: «قطر او متحده عربي اماراتو تل د افغانستان په ګټه ګامونه اوچت کړي، هر کله یې چې منځګړیتوب هم کړی، له افغانستان سره یې د هېوادونو د اړیکو ښهوالي په موخه کړی او تل یې زموږ په اړه ښه نظر لرلی دی او موږ ترې مننه کوو.»
له دې سره همهاله، د نړۍوالو اړیکو یو شمېر شنونکي هم له اسلامي امارت سره د متحده عربي اماراتو او قطر اړیکې مهمې بولي.
د نړۍوالو اړیکو شنونکی شیرآقا بیانزي په دې اړه آفاق ته وویل: «متحده عربي امارت د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې اسلامي امارت یې له لومړیو په رسمیت پېژندلی و او تر ډېره یې مرسته کوله؛ قطر هم له تېرو دوولسو کلونو راهیسې د اسلامي امارت کوربتوب کړی او دوی ته یې دفتر ورکړی و او همداراز یې ښه منځګړیتوب هم کړی دی.»
دا په داسې حال کې ده، وروستیو کې د قطر او متحده عربي اماراتو به هڅو او منځګړیتوب سره، د اسلامي امارت له بنده یو امریکایي وګړی آزاد شو، چې د امریکا او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارتونو په دې برخه کې د دغو دواړو هېوادونو هڅې وستایلې.