د افغانستان په اړه د م.م درې‌ میاشتنی راپور؛ له سیاسي مسایلو تر امنیتي پېښو او اقتصادي وضعیت

د ملګرو ملتونو سرمنشي امنیت شورا ته په خپل درې میاشتني راپور کې د افغانستان د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې برخو کې د وضعیت ارزونه کړې ده. په دې راپور کې ټینګار شوی چې د امنیت په برخه کې د نسبي ثبات سره سره، افغانستان لا هم له جدي اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی.

د دغه راپور په امنیتي برخه کې راغلي، چې تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي پېښې ۲۷.۸ سلنه زیاتې شوې دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال له نومبر د ۲۰۲۶ کال تر جنوري پورې ټولټال ۲۶۶۰ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. همدارنګه راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوو ته اشاره شوې، چې له امله یې شاوخوا ۵۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

امنیتي وضعیت

  • د امنیتي پېښو ۲۷.۸٪ زیاتوالی
  • د ۲۰۲۵ کال له نومبر د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ د ۲۶۶۰ امنیتي پېښو ثبتېدل
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي ترینګلتیاوو کې د شاوخوا ۵۰ ملکي وګړو مرګ‌ژوبله

 

خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وایي چې ملګري ملتونه تر ډېره د لویو قدرتونو تر سیاستونو لاندې دي او د افغانستان په اړه یې راپورونه هم د هماغو هېوادونو ګټې منعکسوي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج آفاق خبري آژانس سره خبرو کې په دې اړه وایي: «ملګري ملتونه تل د درېیمې نړۍ هېوادونو په ګټه عمل نه کوي. دا سازمان تر ډېره د هغو زبرځواکونو د سیاستونو او موخو تر اغېز لاندې دی چې د دې سازمان په جوړېدو کې یې رول درلود او د بودجې لویه برخه یې هم تمویلوي. له همدې امله د دې ادارې ډېرې پالیسۍ او راپورونه د هماغو قدرتونو ګټې انعکاسوي. د افغانستان په اړه هم د دې سازمان راپورونه او فعالیتونه تر ډېره د هماغو هېوادونو د سیاستونو او اهدافو پر بنسټ ترسره کېږي او په عملي ډول یې د افغانستان لپاره د سیاسي یا اقتصادي پلوه د پام وړ اغېز نه دی لرلی.»

مطالب بیشتر:  د پاکستاني ځواکونو پرله پسې سرغړونې؛ سپین بولدک کې تازه بریدونو کې ۵ تنو ژوند له لاسه ورکړی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي چې افغانستان لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی. یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د دې وضعیت د مدیریت لپاره ۱.۷ میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا ده. همدارنګه په هېواد کې ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي.

د دې ترڅنګ په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان اقتصاد هم له جدي ستونزو سره مخ دی. د نړیوال بانک د ارزونې له مخې، په ۲۰۲۵ مالي کال کې به د هر سړي پر سر ناخالص کورنی تولید شاوخوا ۴ سلنه کم شي. په پراخه کچه د کډوالو بېرته راستنېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او په ځانګړي ډول پاکستان سره د سوداګرۍ ګډوډۍ د هېواد پر اقتصاد دروند فشار وارد کړی دی.

بشري او اقتصادي بحران

  • ۲۱ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري
  • ۱.۷ میلیارد ډالر مالي مرستې ته اړتیا ده
  • ۱۷.۴ میلیونه کسان د خوړو سختې ناامنۍ سره مخ دي
  • د سړي پر سر د ناخالص کورني تولید ۴٪ کمښت
  • د کډوالو راستنېدل، د نړیوالو مرستو کمېدل او له پاکستان سره د سرحدي سوداګرۍ ګډوډي

په همدې حال، د چارو یو شمېر شنونکي وایي، چې د ځینو هېوادونو له خوا د افغانستان انزوا د هېواد اقتصاد کمزوری کړی دی.

د سیاسي چارو شنونکی عمر صمد بیا په دې اړه داسې وایي: «د افغانستان انزوا د هېواد پر اقتصاد د پام وړ منفي اغېز کړی دی. هر څومره چې افغانستان له دې انزوا ووځي او خپلې اقتصادي اړیکې له نړۍ سره پراخې کړي، په هماغه کچه به د هېواد د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مثبت اغېز ولري.»

مطالب بیشتر:  له اتونبایوا د شاهین غوښتنه؛ د امنیت شورا غونډه کې شته واقعیتونه منعکس کړئ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲.۷۸ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي؛ له دې ډلې له ایران څه باندې ۱.۹ میلیونه کسان، له پاکستان نږدې ۹۰۰ زره کسان او له ترکیې ۱۷ زره کسان راستانه شوي دي. راپور زیاتوي، چې د راستنو شویو کسانو له ډلې ډېری شمېر یې رسمي هویتي اسناد نه لري او له جدي معیشتي او استوګنیزو ستونزو سره مخ دي.

په پراخه کچه د کډوالو بېرته راستنېدنه

  • په ۲۰۲۵ کال کې ټولټال ۲.۷۸ میلیونه کسان راستانه شوي
  • ۱.۹ میلیونه له ایران
  • ۸۹۸٬۷۰۳ له پاکستان
  • ۱۷٬۰۰۰ له ترکیې

د چارو یو شمېر نور شنونکي بیا ټینګار کوي، چې ملګري ملتونه باید په اوسنیو شرایطو کې له افغان ولس سره خپلې مرستې او ملاتړ کم نه کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی واحد فقیري په دې اړه زیاتوي: «د افغانستان د اکثریت ولس غوښتنه دا ده، چې ملګري ملتونه افغانستان له پامه ونه غورځوي او خپل ملاتړ کم نه کړي. همدارنګه له نړیوالو مرستندویانو هم تمه کېږي چې ملګرو ملتونو سره مرسته وکړي څو دا اداره وکولای شي په افغانستان کې ځینې مهم پروګرامونه تمویل او پلي کړي. موږ پوهېږو چې د کډوالو بېرته راستنېدل او هغه جګړې چې اوس روانې دي، د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی. په ځانګړي ډول په اوسنیو شرایطو کې چې د تېلو بیې هم لوړې شوې دي، د افغانستان خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

د ویلو ده، چې درې ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه د یوناما سرپرستې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د انزوا دوام کولی شي د بې‌ثباتۍ، کډوالۍ کچه پراخه او د ترهګرۍ ګواښونه زیات کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *