آفاق خبري آژانس؛ کابل: قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست سهیل شاهین د ملګرو ملتونو سرمنشي درې میاشتني راپور په غبرګون کې آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي شتون ځکه ضروري دی، څو د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډو کې د افغانستان په اړه د افواهاتو او تبلیغاتو پر ځای نړۍوالو ته حقایق وړاندې کړي.
ښاغلي شاهین آفاق خبري آژانس سره خبرو کې د دې غونډې په غبرګون کې زیاتوي: «په تېرو څلورو کلونو کې کوم امنیت چې ټینګ دی، دا په څلورو لسیزو کې ساری نه لري، ځینې رسنۍ نړۍوالو ته د افغانستان په اړه ناسم معلومات وړاندې کوي او نه باید د هغو په اساس قضاوت وشي. ملګرو ملتونو کې د اسلامي امارت د استازي شتون ځکه اړین دی، چې نړۍوالو ته د افغانستان په اړه حقایق وړاندې او د افواهاتو او تبلیغاتو مخه ونیول شي.»
په همدې حال، افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې رزا اوتنبایوا، د امنیت شورا وروستۍ غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړ او له اوسني حکومت سره یې د نړۍوالې ټولنې پر تعامل ټینګار وکړ.
اوتنبایوا زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو د دغه تعامل د ملاتړ لپاره د مخدره توکو پر وړاندې مبارزې او خصوصي سکتور پیاوړتیا کاري ډلې جوړې کړې او همداراز یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د څو اړخیز سیاسي تعامل په پار د موزاییک طرحه هم وړاندیز کړې ده.
افغانستان کې د یوناما مشرې دې غوندې ته د وینا پر مهال ویلي: «دا لیدلوری د اوسني حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل یوازینی څو اړخیز چوکاټ دی او دا هغه مسیر سیاسي دی، چې نړۍوال نظام سره د افغانستان د بېرته یو ځای کېدو پیچلو مسایلو ته رسېدنه کوي. په نهایت کې دا چوکاټ باید د نړۍوالې ټولنې لپاره د اوسنیو چارواکو د ژمنو عملي کېدل وي.»
بلخوا بیا په دې غونډه کې د چین او روسیې استازو د اسلامي امارت پر وړاندې د امریکا یو اړخیز بنډیزونه سیاسي بللي. ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نِبنزیا دې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړې: «د افغانستان لپاره باید یوه واقعبینانه او هر اړخیزه تګلاره جوړه شي. په دې تګلاره کې باید رغنده تعامل، د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه او له کوم فشار او ګواښ پرته اسلامي امارت سره په ټولو مسایلو صبورانه خبرې شامل وي. موږ په صراحت سره وایو، چې د دې مسیر بدیل نشته.»
ملګرو ملتونو کې د چین دایمي استازي ګنګ شوانګ بیا د امنیت شورا په غونډه کې ویلي: «موږ ولیدل چې وروستیو کې یوه هېواد د خپلو وګړو د نیولو په پلمه، د افغانستان د اوسني حکومت د چارواکو د سفر مخه نیولې ده. دغه ګام مدني او ډیپلوماټیک تعامل ګډوډ کړی او د خلکو د نارضایتۍ لامل شوی دی. موږ له دغه هېواده غواړو چې له دې چلنده لاس واخلي او د اسلامي امارت د چارواکو بهرنیو سفرونو ته بې ځنډه زمینه برابره کړي.»
خو د امریکا استازي بیا په دې غونډه کې ټینګار وکړ چې د هېواد او خپلو اتباعو ساتنه، په تېره د ټولو بندي امریکایانو خلاصون یې، د حکومت له مهمو مسوولیتونو دی. جان کیلي دې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه: «متحده ایالتونه غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان به بیا هېڅکله د ترهګرو په پټنځای نه بدلېږي او د افغانستان حکومت به د یرغمل شویو او یا ورته ګامونو له لارې ډیپلوماسي نه کوي.
د ایران او هند استازو بیا د امنیت شورا په غونډه کې افغانستان سره پر تعامل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوسنی حکومت یو سیاسي واقعیت دی. امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې ویلي: «د افغانستان اوسني حکومت له چارواکو سره د تعامل او همداراز د دغه هېواد د اقتصادي ثبات د مخنیوي په پار، باید بنډیزونه د فشار وسیلې په توګه ونه کارول شي. د افغانستان شتمنۍ چې په بهر کې کنګل شوې، باید له کوم قید او شرط پرته آزادې شي او د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړل شي.»
ملګرو ملتونو کې د هند استازی پارواتانني هریش بیا د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې زیاته کړې: «هر منسجم سیاست باید له مناقشې وروسته وضعیت مثبت چلند ته وهڅوي او د ناوړه اقداماتو مخنیوی وکړي؛ هغه تګلاره چې یوازې پر مجازاتو تمرکز لري، هېڅکله به بریالۍ نشي.»
د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا، د دې راپور له وړاندې کولو سره سم، خپل ماموریت ته هم د پای ټکی کېښود. په افغانستان کې د هغې د ماموریت دوره له مثبتو او منفي غبرګونونو سره مخ وه.
