آفاق خبري آژانس؛ کابل: په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ټام فلیچر، نیویارک کې د ملګرو ملتونو اتیایمې کلنۍ اسمبلې په څنډو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سرګئي ورشینین سره پر مهمو مسایلو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د بشري وضعیت او شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
فلیچر پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو په ملګرو ملتونو کې پر اصلاحاتو، د مرستو رسولو عملیاتو پر اړتیاوو او همداراز په افغانستان، غزه، سوریه، یمن او میانمار کې د بشري چارو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال پر خپله ایکس پاڼه زیاته کړې: «په دې لیدنه کې مو د ملګرو ملتونو په سازمان کې پر اصلاحاتو، د مرستو رسولو عملیاتو پر اړتیا او همداراز په افغانستان، غزه، سوریه، یمن او میانمار کې د بشري چارو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه بحث وکړ.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالشکور هډهوال د بشري مرستو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «له ملګرو ملتونو او ټولو مرستندویه بنسټونو غواړو، څو تل د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي او غوښتنه ترې لرو، چې خپلې مرستې دوامداره وساتي.»
له دې سره هممهاله، د بشري حقونو او اقتصادي چارو شنونکي د افغانستان په ختیځ کې مرګونې زلزلې او همداراز هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو څپې ته په اشارې سره وایي، چې افغانستان دا مهال د بل هر وخت په پرتله بشري مرستو ته اړتیا لري.
دوی همداراز ټینګار کوي، چې کورني او بهرني بنسټونه باید د افغانانو د بېړنیو اړتیاوو په برخه کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي. د بشري حقونو چارو شنونکی محمدخان طالبي محمدزی له افغانانو د نړۍوالو د ملاتړ په اړه وایي: «د بشري حقونو ملاتړ باید د افغانستان له حکومت سره په دوامداره همغږۍ د سرپناه جوړولو او کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې وشي.»
د اقتصادي چارو شنونکی وحید احمد فراهي بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «اړتیا ده، څو داسې تګلارې غوره شي چې د افغانستان د خلکو ستونزې په بنسټیزه توګه حل کړي. دا تګلارې باید داسې جوړې شي، چې خلک وکولی شي میاشتنی ثابت عاید ولري او بیا د مرستو ترلاسه کولو په پار لاس اوږد نه کړي. که دا بهیر دوام وکړي، خلک به تل پر بهرنیو مرستو متکي وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي وو، چې شدیدې خوارځواکۍ، پرلهپسې وچکالیو او له ایران او پاکستان د راستنېدونکو افغانانو څپې، د افغانستان اقتصادي بحران لا نازک کړی دی. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ همداراز ویلي وو، چې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره ۵۶۸ میلیونه ډالره بودجې ته اړتیا لري.