د افغانستان وضعیت په اړه د م.م غونډه؛ د وخت ضایعه که د ستونزو حل؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د ملګرو ملتونو عمومي اسمبله، نن دوشنبه د چنګاښ ۱۷مه، د افغانستان وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې غونډه جوړوي. تمه ده د دې ناستې په لړ کې، د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو استازي د افغانستان سیاسي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیز وضعیت په اړه څرګندونې وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سرپرست نصیراحمد فایق، آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي، چې په دې ناسته کې به د آلمان له لوري د چمتو شوي پرېکړه‌لیک مسوده د بحث او رای اچونې لپاره وړاندې شي. د ښاغلي فایق په وینا، په دغه پرېکړه‌لیک کې د افغانستان هر اړخیز وضعیت ارزول شوی او پکې له اسلامي امارته یو لړ مشخصې غوښتنې شوې، چې پکې د ملي خبرو اترو له لارې د ټول‌شموله سیاسي جوړښت رامنځته کول، هېواد کې پر دوامدارې سولې، سیاسي ثبات او امنیت ټینګار، د اقتصادي ودې او دوامدار پرمختګ ملاتړ، بشري بحران ته په بېړنۍ توګه رسېدنه، د کډوالو وضعیت ته پاملرنه او بیړنیو بشرپاله مرستو برابرول شامل دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق زیاته کړې: «د برنامې له مخې، د غړو هېوادونو استازي به په دې ناسته کې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړي. د افغانستان استازولي به هم په دې ناسته کې ګډون ولري او د هېواد د وروستیو تحولاتو او اوسني وضعیت په اړه به یوه اعلامیه وړاندې کړي. د ناستې په پای کې، هغه پرېکړه‌لیک چې د آلمان دولت له خوا چمتو شوی، د تصویب لپاره به رای اچونې ته وړاندې شي. په دې پرېکړه‌لیک کې د افغانستان وضعیت بېلابېل اړخونه ارزول شوي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار وار په داسې غونډو کې د سرپرست حکومت د استازي پر حضور ټینګار کړی دی. اخوا د چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې دا ډول ناستې تر ډېره نمایشي بڼه لري او په خبره یې، د له بحران سره د مخ هېوادونو، په تېره بیا افغانسنتان پر وضعیت کوم مثبت اغېز نه لري.

د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی د دې غونډې په اړه آفاق خبري آژانس ته وایي: «د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په تېرو څلورو کلونو کې ډېرې ناستې کړي دي. تېره اونۍ یې هم یوه ناسته درلوده او راتلونکې ناسته یې هم یوازې د وخت ضایع ده او ښایي د جمع‌بندۍ په پار، د کاغذ پر مخ یوازې یوه اعلامیه خپره کړي. خو هېوادونه په عمومي مجمع کې د خپلو ګټو پر بنسټ پریکړې کوي او په حقیقت کې د عمومي مجمع ناستو ته ډېر اهمیت نه ورکوي.»

د نړیوالو چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال بیا د دې غونډې اهمیت ته په کتو، آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «هغه پرېکړه‌لیک چې د آلمان له لوري رای اچونې ته وړاندې کېږي، هیله لرو چې د غړو هېوادونو له خوا تایید شي؛ څو د سیاسي، ټولنیزو او امنیتي ننګونو، په ځانګړې توګه د بشري بحرانونو د کډوالو وضعیت ته د رسېدنې زمینه برابره شي.»

د ویلو ده، چې دا ناسته د ملګرو ملتونو د ۷۹یمې عمومې اسمبلې په لړ کې ۸۳یمه عمومي غونډه ده او د افغانستان وضعیت د ارزونې په موخه دا د یاد سازمان دویمه ځانګړې غونډه یادېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد