د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو دوام

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا ادعا کړې، چې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا حاکمیدو وروسته پر اسلام‌آباد ترهګریز بریدونه، چې د اسلام‌آباد په وینا« منشه یې په افغانستان کې» ده، ډیر شوي دي. هغه ټینګار کړی چې پاکستان د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خلکو امنیت ساتلو ته ژمن دی او له کابله تمه لري، چې په دې برخه کې عملي او روښانه اقدامات وکړي. اسلامي امارت په وار وار دا تورونه بې بنسټه بللي او ټینګار یې کړی، چې چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا پر ضد ورکارول شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، چې د داوړو هېوادونو تر منځ سوداګري او ټرانزیت هغه مهال دوام پیدا کولی شي، چې اسلامي امارت د ترهګرو پر وړاندې مشخص اقدام وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې یو شمیر شنونکي له امنیتي مسائلو سره د سوداګریزو او ترانزیتي مسائلو تړل د اقتصادي اړیکو سیاسي کول بولي او ټینګار کوي چې دا نړیوالو سوداګریزو حقونو او قوانیو ته په کتو د منلو نه دی.

طاهر اندرابي اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې د وینا پر مهال زیاته کړه: «له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، پاکستان کې ترهګریز بریدونه چې منشاء یې افغانستان کې ده، زیات شوي دي. پاکستان تمه درلوده چې اسلامي امارت د وخت په تېرېدو سره دا بریدونه کنټرول کړي او افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي او نورو ډلو پر وړاندې مشخص اقدامات وکړي، خو اسلامي امارت په دې برخه کې ګام نه دی اوچت کړی.»

په ورته وخت کې، د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې سیمه کې د ټیکاو ساتلو پر اړتیا او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پر کمولو ټنګار کړی دی. هغه د دواړو هېوادونو تر منځ  ترینګلتیاو د مدیریت اهمیت ته په اشارې وویل، چې تهران په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق د پاکستاني لوري د دا ډول ادعاوو او تورونو په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د سیمې هېوادونه، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ګاونډیان، هڅه کوي چې سیمه‌ییزه سوله او امنیت تأمین شي او اقتصادي او امنیتي همکارۍ په سیمه کې پراخه شي. له همدې امله وو، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د څو ورځو شخړې وروسته، قطر او ترکیې اعلان وکړ، حاضر دي کوربه توب او منځګړیتوب وکړي. اوس ایران هم د یوه لوی سیمه‌ییز هېواده په توګه نه غواړي جګړه سخته شي او سیمه‌ییز ثبات زیان ونه ویني؛ له همدې امله هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په منځګړیتوب کې برخه واخلي.»

په همدې حال، یو شمیر شنونکي ټینګار کوي، چې د پاکستان پرلپسې غیر منطقي غوښتنې به خبرې اترې او د منځګریو هڅې سختې کړې. د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي د پاکستاني لوري د دا ټول تورونو په اړه وایي: «د هیوادونو د ستونزو او چلنجونو د حل لپاره تر ټولو موثره او ګټوره لاره خبرې اترې او دیپلوماتیکې لارې دي. هغه مذاکرات چې په ترکیه او قطر کې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ ترسره شول وښوده چې د اسلامي امارت دریځ منطقي او اصولي دی. خو په مقابل کې یې پاکستان داسې غوښتنې وړاندې کوي چې نه منطقي دي او نه اصولي. له همدې امله، که څه هم نور هیوادونه د دغو خبرو اترو ملاتړ کوي، کله چې پاکستان غیر اصولي او غیر منطقي غوښتنې وړاندې کوي، زه لږ احتمال ګورم چې دغه مذاکرات دې پایله ولري».

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل او اسلام‌آباد تر منځ دریم پړاو خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسیدې، ټاکل شوې وه، چې په روانې اونې کې به د ترکیې لوړ پوړی امنیتي او اطلاعاتي پلاوی پاکستان ته سفر وکړي، څو د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اترو پر دوام او شته حل لارو خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *