آفاق خبري آژانس؛ کابل: استانبول نن د افغانستان او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو اترو د دویم پړاو کوربه وو.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمت الله نجیب په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي ګډون کړی دی.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین، د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت عمومي سیاسي رییس نور احمد نور، د دفاع وزارت عملیاتي مرستیال نورالرحمن نصرت، او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د یاد پلاوي غړي بلل شوي.
د یادو خبرو اترو اصلي چورلیز، اوربند د غځېدو ارزول، د ځمکنۍ بشپړتیا او هوایي حریم مراعت کول او نور مهم امنیتي او سیاسي موضوعات بلل شوي دي.
د دې پړاو خبرو اترو تمرکز له پولو بهر د ترهګریزو بریدونو پر مخنیوي د اقداماتو لپاره د څارونکې کړنلارې جوړول بلل شوی.
ترکي چارواکو ویلي چې د استانبول تخنیکي کمېټه به د اوربند اړوند جزیات له هغې ډلې امنیتي مسایل، له ترهګرۍ سره مبارزه، کډوالي او د پولو مدیریت و ارزوي.
د نړیوالو چارو شنونکی واحد فقیري داسې لیدلوری لري: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې اترې د اوربند د غځولو احتمال زیاتوي. د اوربند دا غځول ممکن لنډمهاله وي او دایمي نه وي. افغانان باید چمتو وي چې له دې خبرو اترو وروسته، پاکستان ممکن بیا د څو میاشتو لپاره بهانه وکړي، نو موږ باید د پاکستان له ژمنو او تعهداتو څخه راضي نه شو تر هغه چې د پاکستان په پالیسیو او چلند کې بنسټیز بدلون نه وي راغلی.»
بل لور ته یو شمېر پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په دې پړاو خبرو اترو کې د پاکستاني پلاوي په جوړښت کې د استخباراتي، امنیتي او اداري لوړوپوړ چارواکو په ګډون ۷ تنه شامل دي.
په همدې تړاو د نړیوالو چارو ځينې شنونکي وایي چې دا خبرې اترې کولی شي د ترینګلتیاوو له کمولو سره مرسته وکړي، خو د اوربند د دوام اختلافاتو د بشپړ حل لپاره کوم تمضمین نشته.
د دوی په اند د دواړو هېوادونو په سیاستونو او تګلارو کې له بدلون پرته ب اوسنۍ هوکړه تر ډیره نمایشي او تکتیکي بڼه ولري.
د نړیوالو چارو شنونکی عمر صمد د یادې موضوع په اړه وایي: « له دوحې وروسته د خبرو اترو په دویم پړاو کې، استازي اوس په استانبول کې راټول شوي دي. دا د نن ورځې په شرایطو کې یوه ښه نښه ده، که څه هم وضعیت لاهم نازک دی. دا ټوله پروسه ډیر حساسیتونه لري: سیاسي، تاریخي، ټولنیز او امنیتي. هر استازی هڅه کوي چې خپله اجنډا د امکان تر حده په روښانه توګه وړاندې کړي.»
د نړیوالو چارو شنونکی ولی فروزان بیا داسې نظر څرګندوي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند ممکن وغځول شي او ممکن د یو څه مودې لپاره کار وکړي، او احتمال لري چې غونډه ښه پایله ولري، خو هیواد باید په دوامداره توګه د افغانستان په اړه د پاکستان د نظر په اړه فکر وکړي. هیڅ افغان وطنپال دا نظر نه مني. سربیره پردې، ډیورنډ فرضي کرښه یوه داسې مسله ده چې افغانان یې نه مني. ډیورنډ فرضي کرښه زموږ د خلکو لپاره یوه ډیره مهمه او حساسه مسله ده.»
د یادونې ده چې د دغو خبرو اترو لومړی پړاو د روانې میاشتې په ۱۹ نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو، هغه خبرې اترې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب سره ترسره شوې او د سولې او اوربند په اړه هوکړې په لاسلیک سره پای ته ورسېدې.
