آفاق خبري آژآنس؛ کابل: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې سیمه ییزو مسایلو ته د رسیدنې لپاره د جامع خبرو اترو د پیل پر اړتیا ټينګار کړی.
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې ټیکاو د ټولې سیمې د سولې او ټيکاو لپاره اړین دی.
د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیراسحاق ډار وایي:«ټولو سیمه ییزو مسایلو ته د رسېدنې لپاره د جامع خبرو اترو پیل ته اړتیا ده او په افغانستان کې ټيکاو د سیمه ییزې سولې او ټیکاو د رامنځته کېدو لپاره حیاتي دی.»
د سیاسي چارو شنونکی نثار احمد شیرزی وايي:«پاکستان په تیرو کلونو کې په سیمه ییزه بې ثباتۍ او نا امنۍ کې د پام وړ رول لوبولی دی او لاهم د افغانستان او سیمې د بې ثباته کولو لپاره پراخې استخباراتي پروژې او ستراتیژۍ تعقیبوي. سره له دې چې، په رسمي کنفرانسونو او غونډو کې د پاکستاني استازو محاسبه شوې او ظاهرا معقولې ویناوې په حقیقت کې د دغه هیواد د استخباراتي چلونو یوه برخه ده.»
په ورته مهال په اسلام آباد کې د ورسیې سفیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه ویلي چې مسکو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاریو او منځګړیتوب ته چمتو دی.
نوموړي زیاته کړې چې مسکو په سیمه کې د سولې، له ترهګرۍ سره د مبارزې او ټولنیزې او اقتصادي پراختیا د تضمین لپاره له دوامداره همکاریو ملاتړ کوي.
دغه روسي دیپلومات دغه راز یادونه کړې چې د منځنۍ آسیا هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیاوې تر ډیره د بهرنیو هېوادونو له لوري پارول کیږي.
په اسلام آباد کې د روسیې سفیر آلبرت خورف وایي:«موږ چمتو یوو د پاکستان او هند او دغه راز پاکستان او طالبانو یا اسلامي امارت ترمنځ شخړو حل کې د منځګړي رول ترسره کړو.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیزي ستانکزی وايي:« پاکستان د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې لپاره خپلې وروستۍ بې وسه هڅې کوي، په ځانګړې توګه د افغانستان امنیت پورې اړوندو مسلو کې؛ سره له دې چې د افغانستان له دننه د پاکستان په وړاندې کوم منظم ګواښ نشته، اسلام آباد د داسې یو تصور د رامنځته کولو هڅې ته دوام ورکوي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید جواد سجادي وایي:« واقعیت دا دی چې پاکستان په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د نا امنۍ د رامنځته کېدو اصلي لامل وو، په سمیه کې پر نا امنۍ د غلبې لپاره اساسي شرې د خلکو په خوښه د یو ولسي حکومت جوړېدل دي، نه د پاکستان په خوښه او غوښتنه د یو حکومت جوړېدل.»
دا په داسې حال کې ده چې په استانبول کې د خبرو اترو له بې پایلې پاتې کېدو وروسته، ټاکل شوې ایران راتلونکې میاشت د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د شخړو د حل په اړه د چین او روسیې په حضور سره یوه غونډه جوړه کړي.
ولیدل شي چې دا غونډه به وکولی شي د کابل او اسلام آباد ترمنځ ستونزو له بنسټیز حل سره مرسته وکړي.
