د اسلام آباد ګوت‌څنډنه؛ که امنیت مو له ګواښ سره مخ شي، افغانستان کې عملیات کوو

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو زیاتوالی؛ د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوه پاکستاني ټلویزون سره مرکه کې ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به د ترهګرو ځپلو په موخه افغانستان کې د ننه پوځي عملیات وکړي.

هغه په ډاګه کړې، چې دا چاره تر ډېره د پاکستان په ملي امنیت پورې تړلې ده، نه د دوو هېوادونو اړیکو او دوستۍ پورې.
خواجه آصف په دې اړه زیاته کړې: «که د افغانستان خاوره کې پوځي عملیاتو ته اړتیا پېښه شي، دا به د دښمنانو له منځه وړلو او ګواښونو کابو کولو په موخه وي. دا مسله تر ډېره د پاکستان ملي امنیت پورې تړلې ده، نه د دوو هېوادونو دوستي.»

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې پاکستان د خپلو امنیتي ستونزو د پټولو په پار غواړي، د خپلو ناکامیو بار پر اسلامي امارت واچوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ترینګلتیاوو کابو کولو په پار، دواړه لوري باید کوم ګامونه اوچت کړي؟

د نړۍوالو اړیکو شنونکی ویس ناصري پ دې اړه آفاق ته وویل: « دغه ستونزه تر هغه وخت پورې نه حل کیږي چې د دواړو حکومتونه له لوري مذاکرات ونشي د پاکستان هیواد غوښتنې باید د اسلامي امارت له‌خوا و منل شي او همدارنګه اسلامي امارت هم غوښتنې لري چې باید د تفاهم په فضا کې وویل شي.»

په ورته وخت کې پوځي چارو شنونکی صادق شینواري په دې تړاو آفاق ته وایي: «د پاکستان له طرفه په افغانستان کې هر ډول بریدونه څه هوايي او څه ځمکني پرته له همغږۍ د دواړو هیوادونو او د ټولو نړیوالو قوانینو او موازینو په خلاف دي او د ارضی تمامیت او بشري حقونو نقض حسابیږي.»

که څه هم اسلامي امارت تازه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې په وار وار د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو شتون رد کړی او خبرداری یې ورکړی و، چې دا ډول تصامیم به ناوړه پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *