آفاق خبري آژانس؛ کابل: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاقډار د اندېښنو د له منځه وړلو په پار، د کابل او اسلام آپاد ترمنځ پر پایداره خبرو اترو ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل ته د خپل سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو راپور اسحاقډار او نورو لوړپوړو چارواکو سره شریک کړی دی.
خبرپاڼه کې همداراز راغلي: «د لومړي وزیر مرستیال د افغانستان سرپرست حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او سیاسي مسایلو حل په پار، پر رغنده خبرو اترو ټینګار وکړ.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې اړه آفاق خبري آژانس ته وویل: «د دواړو هېوادونو لومړي وزیران او استخباراتي چارواکي دې سره کېني او خبرې دې وکړي، څو د شته ستونزو د حل په موخه په لوړه کچه یوه حللاره پیدا کړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم له سرپرست حکومت سره د خپلو خبرو اترو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له سرپرست حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا په موخه، په لوړه کچه د سیاسي تعاملاتو غوښتنه وکړه.
اسلامي امارت که څه هم د پاکستاني چارواکو د دې څرګندونو په اړه څه نه وایي، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له پاکستان سره پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې اړه زیاته کړه: «د پاکستان له استازي سره پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوې او ځینې ګډ مسایل، لکه د تورخم دروازې نه بندېدل، فرضي کرښې په اوږدو کې د ستونزو هواری او د افغان کډوالو وضعیت په اړه خبرې وشوې.»
بلخوا بیا مخکینی ډیپلوماټ عزیز معارج په دې اړه وایي: «د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی، جګړه، نفرت او په سیاسي او اقتصادي برخو کې د اړیکو نشتون، ګټه نه لري، په کار ده چې دا ستونزې د مذاکراتو له لارې حل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د جمعې په ورځ (وري لومړۍ) په درې ورځني سفر کابل ته راغی او د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او وروستیو ترینګلتیاوو د حل په موخه خبرې اترې وکړې.