آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان رییس کابل ته د سفر په لړ کې د اسلامي امارت له رییس لوزرا سره لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د اسلامي امارت رییس الوزرا په دې لیدنه کې د افغانستان او عربستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د ټینګار ترڅنګ، له یاد سازمان غوښتي، چې د افغان حاجیانو ونډه زیاته کړي.
په دې لیدنه کې د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان رییس د دې سازمان شورا په غونډو کې د افغانستان د علماوو د ګډون غوښتنه کړې او له اسلامي امارته یې د سعودي عربستان د ملاتړ اعلان کړی دی. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دې لیدنې د جزیاتو په اړه وایي: « محترم رئیس الوزراء څرګنده کړه، له ستونزو څخه د اسلامي امت په راوتلو کې د علماوو مسئولیت تر عامو مسلمانانو حتی تر حکومتونو هم زیات دی، ځکه دوی د انبیاوو وارثان دي. علما دې د خپل معنوي او روحاني نفوذ له لارې د خپلو هیوادونو په حاکمانو فشار راوړي چې د مسلمانانو د ستونزو د حل په برخه کې ملموس اقدام وکړي.»
له دې سره هممهاله د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان له رییس سره لیدنه کې هغه ته د اسلامي امارت لاسته راړونو، په ځانګړي ډول په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت، د اسلامي امارت مشر له لوري عمومي بښنې، د مخدره توکو د تولید او قاچاق پر وړاندې مبارزه، د بنسټیزو، زېربنیایي او پراختیایي پروژو پلي کېدو په اړه معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د هر هغه کس او ډلې پر وړاندې پرېګنده اقدام کوي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر وړاندې ګواښ جوړوي.
حمدالله فطرت د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره د ښاغلي العیسی د لیدنې په اړه زیاتوي: «د ریاست الوزراء اداري مرستیال په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د سرتاسري امنیت تأمین، د فساد مخنیوي، د زورواکۍ او ګډوډۍ ختمولو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د عمومي عفوې اعلان، د نشه یي توکو کښت، تولید او قاچاق د منع کولو، د یتیمانو کفالت، په نشه د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې او د زېربنایي او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه مفصلې خبرې وکړې.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی دا ډول ناستې ولاړې د اسلامي امارت لپاره ګټورې بولي او زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت او مشران یې باید په نړۍواله کچه د اسلامي هېوادونو د یووالي لپاره هڅې زیاتې کړي، څو افغانستان هم وکولای شي د اسلامي نړۍ د غږ یو مهم استازی شي او د خپل ملت لپاره د عزت، سولې او همکارۍ زمینه برابره کړي.ِ»
د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان رییس د ډیپلوماټیکو تعاملاتو پراختیا او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په چوکاټ کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د اسلامي امارت او اسلامي نړۍ ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې د یاد سازمان رول مهم بللی او د اسلامي هېوادونو تر منځ یې همغږي او همکاري ضروري بللې ده.
په دې لیدنه کې عبدالکریم العیسی، په افغانستان کې وروستيو بدلونونو، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت د مشر له لوري د عمومي بښنې ستاینه کړې او دا یې د اسلام له مهمو ځانګړتیاوو بللې ده. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیاء احمد تکل له ښاغلي متقي سره د العیسی لیدنې په اړه زیاته کړې: « د بهرنيو چارو وزير د اسلامي نړۍ په نږدېوالي کې د سعودي عربي مملکت رول مهم ياد کړ او د اسلامي نړۍ ترمنځ يې نږدې همغږي او همکاري مهم وبلل. ډاکټر محمد بن عبدالکریم العيسی پر خپل وار په افغانستان کې وروستي پرمختگونه، په ځانگړې توگه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله لخوا عمومي عفو وستايله او دا يې د اسلام د مبارک دين يوه ځانگړې پېرزوينه وبلله.»
د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان دغه چارواکي همداراز د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراجالدین حقاني سره لیدنه کې کابل ته د خپل سفر موخه، د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا او د دې سازمان له لارې یې د اسلامي نړۍ او افغانستان ترمنځ د علمي پیوستونونو پراختیا بللې ده. د کورنیو چارو وزارت سرپرست هم په دې لیدنه کې د افغانستان او سعودي عربستان اړیکې تاریخي او ژورې بللې او د دې اړیکو د لا ټینګښت او لا زیات تعامل په موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له ښاغلي حقاني سره د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان د مشر لیدنې په اړه وایي: «ډاکټر العیسی د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، مونږ ویاړو چې نن په افغانستان کې د امن په فضاء کې د اسلامی امارت له مسؤلینو سره ګورو . افغانستان ته زمونږ د راتګ لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ دعلماو د علمي اړیکو ټینګښت او د رابطة عالم اسلامي له لارې د افغانستان او نورې اسلامي نړۍ ترمنځ د علمي روابطو تحکیم دی .»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي پیوستون نړۍوال سازمان رییس پرون (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه) د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنې په موخه کابل ته راغی.