آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت مشر شیخ هبتآلله اخندزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت غواړي له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره د اسلامي اخوت او اصولو پر بنسټ ولاړې، ټینګې او ګټورې اړیکې ولري.
د اسلامي امارت مشر په اختریز پیغام کې همداراز له ټولو خواوو غوښتل شوي، چې د افغانستان د خلکو متعقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان د ثبات، امنیت او پرمختګ مخه ونه نیسي.
د اسلامي امارت مشر په پیغام کې راغلي، چې اوسنی امنیت یو الهی نعمت دی او زیاته کړې یې ده، چې پخوا به په همدې ورځ له کورونو جنازې وتلې، د خلکو په کورونو به بمبارۍ کېدې او خلک به زندانونو ته لېږدول کېدل.
شیخ هبتالله اخندزاده زیاته کړې، چې اختر موږ ته د یووالي او یو موټي پاتې کېدو پیغام راکوي او په خبره یې، افغانانو کلونه کلونه په جګړو او مخالفتونو کې تېر کړي او اوس د وحت او یووالي تر ټولو ښه فرصت راغلی او له ولسونو یې غوښتي، چې له دې فرصته په استفادې د یووالي ټینګښت په موخه لا هڅې وکړي.
د اسلامي امارت مشر د اختریز پیغام په یوه بله برخه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کړنې هم ستایل شوې او زیاته کړې یې ده، چې یاد وزارت تر ډېره په ټولنه کې د فساد مخه نیولې او ټینګار یې کړی، چې د دغه وزارت قانون دې خلکو ته تشریح او پر هغه عمل کولو ته دې وهڅول شي.
شیخ هبتالله اخندزاده همداراز ویلي، چې په ټولنه کې د اصلاح په موخه دې په ټولو تعلیمي بنسټونو کې د عقایدو او اعمالو اصلاح ته پام وشي او ښوونیز نصابونه دې د اسلامي شریعت په رڼا کې چمتو شي.
د اسلامي امارت مشر په دې پیغام کې پراختیایي چارو ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې سلګونه پراختیایي پروژې پلې کوي او هڅه کوي، د کانونو په استخراج او صنعتګرو ته د پانګونې زمینې په برابرولو سره خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د وزګارۍ کچه را کمه کړي.
شیخ هبتالله اخندزاده د دې پیغام په یوه بله برخه کې د فلسطین پر خلکو د اسراییلي رژیم بریدونه او بمبارۍ غندلې او دا یې د هغوی پر وړاندې ستر ظلم او وحشت بللی دی.
د اسلامي امارت مشر له اسلامي نړۍ غوښتي، چې تر خپله وسه د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، څو هغوی خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه او د اسراییلي رژیم له روان ظلم او وحشت خلاص شي.