آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله آخندزاده کندهار کې د قضایي مسوولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ټینګار کړی، چې قضاء د اسلامي نظام د ملا د تیر حیثیت لري، چې د خلکو د نفس، مال او عزت په پام کې نیولو سره، عدالت ټینګوي او فساد او فتنې له منځه وړي. شیخ هبتالله آخندازه همداراز له قاضیانو غوښتي، چې د تقوا، تواضع او عاجزۍ په خپلولو او نورو بنسټونو سره په همکارۍ، پر نظام د خلکو باور زیات او د ټولو حقونه په پام کې ونیسي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیل حمدالله فطرت وایي، چې په دې سیمینار کې د اسلامي امارت مشر زیاته کړې، چې قاضیان باید عدالت ته لومړیتوب ورکړي او موخه یې د خدای تعالی رضایت وي. حمدالله فطرت د اسلامي امارت مشر په حواله زیاتوی: « قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی، په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کیږي او د عدل د قضاء په نیت یو ساعت کښېنستل، الله تعالی جل جلاله د یوه کال د عبادت ثواب ورکوي، په قضاء سره فتنې او فسادونه له مینځه ځي، عدالت قایمیږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.»
د اسلامي امارت مشر په دې سیمینار کې زیاته کړې، چې که قضاء نه وي ظالم به ظلم کوي او د مظلوم غږ به څوک نه اوري او فسادونه، فتنې او بد اخلاقي به د ځمکې پرمخ رواج شي. شیخ هبتالله اخندزاده زیاته کړې، چې قاضیان دې خپلې تجربې له نوي نسل سره شریکې او همداراز د شریعت پر عملي کېدو یې ټیګار کړی دی. د اسلامي امارت مشر په خپلو څرګندونو کې بندیانو ته پر پاملرنې ټینګار کړی او له قاضیانو یې غوښتي، چې هغوی بېبرخلیکه پرېنږدي، د مدعي او مدعي علیه ترمنځ مساوات په پام کې ونیسي او په فصله کې د چار مراعات ونه کړي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا د حکومت له ملکي او نظامي مامورینو سره د اسلامي امارت د مشر لیده کاته د باور فضاء رامنځته کولو کې اغېزناک ګام بولي. د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی په دې اړه له آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «که امیرالمومنین وخت ناوخته په حکومت کې له ټولو ښکېلو خواوو سره مشورې او مخامخ لیدنې ولري، دا کار ډېر اغېز لرلی شي؛ هم د ارواپوهنې له اړخه او هم د همغږۍ له اړخه. دا بهیر باید دوام ومومي، څو له خلکو سره د چلند په برخه کې په یوه اصلاحي روش بدل شي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی عزیز ستانکزی هم دا ډول لیدنه غوره ګام بولي او په تړاو یې داسې لیدلوری لري: «د حکومت له ملکي او نظامي مامورینو سره ناستې، زموږ په باور یو ښه زیری او غوره فرصت دی، چې کولی شي د سالمې واکمنۍ زمینه برابره کړي. که دا ډول ناستې دوام ومومي، بیروکراسۍ کې به فساد کم شي او مامورین به په کار کې ځنډ نشي کولی او خپلې دندې به په غوره توګه پرمخ وړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاند د اسلامي امارت مشر ویلي وو، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي افغانستان کې یو ځل بیا د ډموکراسۍ نظام راولي، خو په خبره یې، اوس د ډموکراسۍ دوام تر شوي او اسلامي نظام حاکم دی. شیخ هبتالله آخندزاده زیاته کړې وه، چې مسوولین د ظلم لپاره نه دي ټاکل شوي، بلکې د شریعت عملي کولو او د خلکو د حقونو ټینګښت په موخه ګومارل شوي دي.