آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، آفاق خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې د امارت اسلامي د مشر، شیخ هبتالله آخندزاده د شخصي ژوند پر ځینو اړخونو خبرې کړې دي. ښاغلی مجاهد وایي، چې د اسلامي امارت مشر ۵۹ کاله عمر لري او د نورو افغانانو په څېر عادي ژوند کوي. د امارت اسلامي ویاند زیاتوي چې د شیخ هبتالله آخندزاده میاشتنی معاش یوازې ۲۰ زره افغانۍ دی.
ذبیحالله مجاهد د اسلامي امارت مشر د شخصي ژوند په اړه زیاتوي: «د اسلامي امارت مشر ۵۹ کاله عمر لري او په عادي توګه ژوند کوي. د هغه میاشتنی معاش یوازې ۲۰ زره افغانۍ دی او په همدې تنخوا خپل ژوند پر مخ وړي. له څو ساعته خوب ورها خوا، د هغه ډېر وخت نظام کې په خدمت کې تېرېږي؛ پاتې ورځ له سهاره تر نیمې شپې په کارونو، لیدنو، ګرځېدو او مراقبت مصروف وي.»
په ورته وخت کې، د اسلامي امارت ویاند له بېلابېلو لوریو سره د ملي ګفتمان (خبرو اترو) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې د اسلامي امارت اصلي لومړیتوب ملي ګټې او د خلکو مصالح دي. د ښاغلي مجاهد په خبره، هر هغه پرېکړه یا اقدام چې د ملت په ګټه وي، ملاتړ به یې وشي؛ خو هغه اقدامات چې فتنې، ګډوډۍ او یا هغو کسانو د بیا مطرح کېدو سبب شي، چې پخوا تجربه شوي، اسلامي امارت ته د منلو نه دي.
ښاغلی مجاهد په دې اړه زیاتوي: «زموږ لپاره تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان ملي ګټې او د هېواد ثبات دی. هره پرېکړه او نظر چې د ملت او هېواد د مصالحو په ګټه وي، موږ یې تعقیبوو او ملاتړ یې کوو؛ خو هغه پرېکړې یا اقدامات چې د فتنې، ګډوډۍ او یا د هغو اشخاصو د بیا مطرح کېدو سبب شي، چې مخکې تجربه شوي دي او د خلکو ترمنځ سرګرداني رامنځته کړي، زموږ لپاره د منلو وړ نه دي. طبیعي ده چې په دې لاره کې اشخاص مهم نه دي؛ ملت او د ملت ګټې ارزښت لري.»
ذبیحالله مجاهد د خپلو خبرو په یوه برخه کې د پخوانیو سیاسي څېرو را ګرځېدو ته په اشارې سره وایي، چې تېرو تجربو ثابته کړې چې سیاسي اختلافات په افغانستان کې د تفرقې او بحران لامل شوي دي او په خبره یې، نن د ملي یووالي او د خلکو د ګټو د تمرکز لپاره زمینه برابره شوې ده. هغه ټینګار کوي، چې دغه کسان کولی شي په هېواد کې حضور ولري او د نورو وګړو په څېر ژوند وکړي، خو د هېواد د ثبات او آرامۍ خوندي پاتې کېدو په پار، باید سیاسي فعالیت ونه کړي.
د اسلامي امارت ویاند د پخوانیو څېرو په اړه په دې مرکه کې زیاته کړې: «که څوک وغواړي د سیاسي ډلو یا سازمانونو په جوړولو سره اختلاف او ګډوډي رامنځته کړي، دا د هېواد په زیان دي او باید له داسې لارو ډډه وشي. نن د ملي یووالي لپاره غوره فرصت برابر شوی دی او اړینه ده چې ټول خلک د یوه نظام تر سیوري لاندې او د ملي ګټو لپاره ګډ کار وکړي. زموږ موخه باید د خلکو پر ژوند، د هېواد پر پرمختګ او د عامو ګټو پر ټینګښت متمرکزه وي، نه په سیاسي موضوعاتو او شخصي اختلافاتو.»
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا له پخواني حکومت د پاتې پوځي تجهیزاتو پر ساتنه ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ بهرني ځواک ته په بګرام هوایي اډه کې د حضور اجازه نشته او په خبره یې، د دې اډې ټول امکانات د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې دي. هغه همداراز افغانستان کې د وسلهوالو ډلو نشتون یو ځل بیا رد او زیاته یې کړه، چې دا مهال په ټول هېواد کې هېڅ وسلهواله او مخالفه ډله فعالیت نه لري.