د ډینس کویل په نوم یو امریکایي وکړی چې له څه باندې یو کال راهیسې د اسلامي امارت په بند کې و، تېره له بنده خوشي شو، هغه اقدام چې د امریکا له لوري یې هرکلی شوی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا اقدام یو مثبت ګام وباله، خو د «بنديانو د ډیپلوماسۍ» پر پای ته رسېدو او د نورو امریکایي وګړو د ازادولو لپاره د هڅو پر دوام یې ټینګار وکړ.
مارکو روبیو زیاته کړې: «که څه هم دا د طالبانو له خوا یو مثبت ګام دی، خو لا ډېر کار پاتې دی. موږ د محمود حبیبي، پاول اوربي او نورو په ناحقه بندي شویو امریکایانو سمدستي خوشې کېدو غوښتنه ته دوام ورکوو. طالبان باید د یرغمل نیونې د سیاست پای ته ورسوي.»
په ورته وخت کې، د بندیانو په چارو کې د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي آدم بوهلر ویلي، چې د دغه امریکایي وګړي خوشي کېدل له کومې معاملې یا پیسو پرته ترسره شوي او زیاته یې کړه چې د یرغمل نیونې پالیسي پای ته رسېدلې ده.
ښاغلي بوهلر په دې اړه زیاته کړې: « هیڅ معامله نه ده شوې او هیڅ پیسې نه دي ورکړل شوي. ‘د یرغمل کولو دیپلوماسي’ پای ته ورسېده. موږ به خپلو هڅو ته دوام ورکړو تر هغه چې هرڅوک بېرته خپل کور ته راشي.»
سربېره پر دې، د متحده ایالاتو د ولسمشر سکرتر مرستیال سباستین گورکا، او د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر جیم ریچ، دا اقدام د ورته قضیو د حل او کورونو ته د نورو امریکایي بندیانو د راستنېدو په برخه کې غوره ګام بللی دی.
د نړۍوالو چارو شنونکی عمر صمد په دې اړه زیاتوي: «د یوه امریکايي تبعه ازادېدل کولی شي تر یوه بریده د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې مثبت اغېز ولري، خو د نورو بندیانو د پاتې کېدو او د نظرونو د اختلاف له امله، لا هم روښانه نه ده چې دا بهیر به د اړیکو په جدي پرمختګ بدل شي که نه.»
له بلې خوا، په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډینس کویل خوشې کول یو مثبت ګام بللی، او ویلي یې دي چې دا اقدام کولی شي د نورو قضیو د حل لپاره لاره هواره کړي، د نوموړي په خبره لا هم ډېر کار پاتې دی. ښاغلي خلیلزاد په دې اړه زیاته کړې: «د هغه د خوشې کولو لپاره د طالبانو پرېکړه یو مثبت ګام دی او دا هیلې راپاروي چې پاتې قضیې به ژر تر ژره حل شي. خو لا هم نورو هڅو او کارونو ته اړتیا ده، خو نن یوه ښه ورځ وه.»
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د دواړو خواوو له باور مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دا ډول هڅې به په سیمه او نړۍ کې د امنیت او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
د نړۍوالو چارو شنونکی ولي فروزان په دې اړه آفاق سره خبرو کې وایي: «د امریکايي بندیانو ازادي یوه مهمه او ټاکونکې موضوع ده چې کولی شي د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو زمینه برابره کړي او پر مهمو مسایلو لکه کنګل شوو شتمنیو او سیاسي تعاملاتو هم اغېز وکړي.»
په ورته وخت کې، د افغان زنداني محمد رحیم د کورنۍ له خوا د هغه د خوشې کولو له غوښتنې وروسته، د هغه وکیل هم ویلي چې د نوموړی موکل بې ګناه دی او ژر تر ژره باید خوشي شي
د سیاسي چارو شنونکي یوسف امین ځاځی بیا په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې داسې لیدلوری لري: «د اسلامي امارت له لوري د دې امریکايي وګړي ازادېدل د حسن نیت پر بنسټ یو اقدام بلل کېږي او دا ښيي چې له امریکا سره د ښو اړیکو لېوالتیا شته؛ په ورته وخت کې تمه کېږي چې امریکا هم د افغانستان سره په تعامل کې ورته چلند غوره کړي.»
د یادونې وړ ده چې وروسته له هغې چې د ډینس کویل کورنۍ د اسلامي امارت له مشر څخه د هغه د خوشې کولو غوښتنه وکړه، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې هغه د افغانستان د نافذو قوانینو د سرغړونې له امله توقیف شوی و او د سترې محکمې په پرېکړه، د هغه پخوانۍ سزا کافي وبلل شوه، او هغه د اختر په مناسبت او په بشردوستانه اساساتو خوشې شو.