آفاق خبري آژانس؛ کابل: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په یوه مشاعره کې د اسلامي امارت د غړو ترمنځ هر ډول اختلاف ردوي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت غړي د نظریې او عقدي ملګري دي او په خبره یې، د دوی ترمنځ دې څوک د اخلاف تصور هم نه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې اړه زیاته کړې: «اختلاف نشته ټول لکه ورونه یو بل سره ملګري دي، د اسلامی امارت مسوولین د نظریې او عقیدې ملګري دي، د اطاعت تابع دي، دلته دې څوک د اختلاف تصور هم نکوي.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې مشاعره کې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې ویلي، چې دا مهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او دښمن په یوه لوېشت ځمکه هم حاکمیت نه لري.
ښاغلي متقي په دې اړه وویل: «اوس په ټول افغانستان کې په ۳۴ ولایتونو کې په یوه نقطه کې مخالفت نشته دښمن په یو لویشت ځمکه باندې تسلط نلري، په ټول افغانستان کې کې امن او امان ده.»
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ټینګار کوي، چې د افغانستان اقتصاد په پښو ولاړ دی او دا مهال په ۱۴۲ قلمه موادو کې ځانبسیاینې ته رسېدلي دي.
هغه په دې اړه زیاته کړې: «د افغانستان اقتصاد نن په خپلو پښو دریدونکی ده موږ په خپلو منابع تکه کړې ده پخوا افغانستان په ۳۸ قلمه موادو کې خودکفا وو او اوس په ۱۴۲ قلمه موادو کې خودکفا شوی ده.»
د اسلامي امارت دغه چارواکي همداراز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت دا مهال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۴۱ فعالې سیاسي استازولۍ لري.