د اسلامي امارت او نړۍ اړیکې؛ امریکا ولې تعامل ته نه را مخکې کېږي؟

آفاق خبري آژانس؛ کابل: واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، داسې انګېرل کېده، چې سرپرست حکومت به یو ځل بیا د لومړۍ دورې په څېر ګوښې ته پاتې او نړۍواله ټولنه به ورسره تعامل ته زړه ښه نه کړي، خو د نږدې څلورو کلونو په تېرېدو او د یو شمېر هېوادونو له لوري د ستونزو پر جوړولو او په نړۍوال سټېج د افغانستان کم راوستلو هڅو سره سره، د اسلامي امارت د تعامل او راشې درشې دروازې د ګاونډیو، سیمې او نړۍ پرمخ پرانیستې دي او په دې موده کې توانېدلی د نړۍ له څه باندې ۴۰ هېوادونو سره سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ورغوي.

اسلامي امارت چې بهرنی سیاست یې د لومړی دورې په پرتله خورا نرم، متوازن او اقتصاد محوره دی، تر ډېره هڅه کوي، له نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ مثبت تعامل او راشه درشه ولري. که څه هم تر اوسه د څه باندې ۴۰ هېوادونو له ډلې یوه هېواد هم د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ښکاره اعلان نه دی کړی، خو د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه سیاسي اړیکې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پیاوړتیا په حال کې دي. د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت سرپرست تل په کورنیو او بهرنیو غونډو کې له هېوادونو سره د سفیرانو تبادله او د هغوی د باورلیکونو منل، د رسمیت پېژندلو په مانا بللي او په خبره یې، یادو هېوادونو یوازې د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی.

د لومړي ځل لپاره چین د اسلامي امارت د سفیر باورلیک ومانه او همداراز کابل کې د چین سفیر هم خپل باورلیک د اسلامي امارت رییس الوزرا ته وسپاره. سره له دې چې د چین دا ګام د یو شمېر لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا له لوري وغندل شو، خو بېجېنګ بیا تل د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی کړی او هېڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه ده کړې او هڅه یې دا ده چې له کابل سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې اړیکې پراخې او همکارۍ زیاتې کړي.

نړۍ سره د راشې درشې په دوام، تازه متحده عربي اماراتو کې د اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ مطبوعاتي او کلتوري چارو څانګې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوبۍ دفتر رییس، شیخ مکتوم بن بطي آل مکتوم په رسمي توګه د دوبۍ او شمالي اماراتو لپاره د سرقونسل په توګه د عبدالرحمان فدا باورلیک منلی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د باورلیک سپارلو پر مهال ښاغلي شیخ مکتوم بن بطی آل مکتوم د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ژورو، متقابلو او رغنده اړیکو ستاینه کړې او د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی. د متحده عربي امارتو کې د اسلامي امارت جنرال قونسلګرۍ د خبرباڼې یوه برخه زیاته کړې: «نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوبۍ دفتر رییس، جلالتمآب ‏شیخ مکتوم بن بطي آل مکتوم، د افغانستان د اسلامي امارت د جنرال قونسل په توګه د ښاغلي عبدالرحمن فداء باورلیک کاپي ‏ترلاسه کړه او نوموړی یې رسما د افغانستان د ا.ا د نوي جنرال قونسل په توګه قبول کړ.‏»

سره له دې چې اسلامي امارت د متحده عربي اماراتو دوبۍ لپاره په ۱۴۰۱ کال کې سرقونسل معرفي کړی و، خو تر اوسه یې باورلیک د متحده عربي اماراتو له لوري نه و منل شوی. د نړۍوالو چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي، چې په کوربه هېوادونو کې د قونسلګریو فعالیت او قونسلي اړیکې د یوه حکومت د رسمیت پېژندلو په مانا نه دي، بلکې د هېوادوالو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې یو عملي ګام دی. د دوی په باور یو شمېر هېوادونه د امریکا له وېرې اسلامي امارت سره تعامل ته زړه نشي ښه کولی او ټینګار کوي، چې که امریکا له اسلامي امارت سره تعامل ته را وړاندې شي، لرې نه ده چې د نړۍ ټول هېوادونه به له سرپرست حکومت سره رسمي تعامل پیل او افغانستان ته به د نړۍوالو پام زیات شي.

اوس پوښتنه دا ده، چې امریکا ولې اسلامي امارت سره تعامل ته نه را وړاندې کېږي؟

امریکا چې له اسلامي امارت سره رسمي تعامل ته زړه نه ښه کوي او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته یې، پر کابل بنډیزونه لګولي او د افغانستان بانکي شتمنۍ یې کنګل او ان تر دې چې وروستیو کې یې افغانستان سره بشري مرستې هم وځنډولې، یو عمده لامل یې په سیمه کې سره سترو ابرځواکونو (چین او روسیه) سیالي بللی شو او امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تل د بګرام هوایي اډې پر ارزښت خبرې کړې دي او دا اډه یې چین ته تر ټولو نږدې پوځي مرکز بللی دی؛ له دې ښکاري، چې امریکا غواړي د چین او روسیې پر وړاندې د اسلامي امارت په لوبولو سره په سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي. دویم مهم لامل یې افغانستان کې په پوځي ډګر کې د امریکا او ملګرو ماتې بللی شو؛ سره له دې چې امریکا د تېرو دوو لسیزو پر مهال افغانستان کې پر ځاني زیان سربېره، میلیاردونه ډالر ولګول، خو بیا هم ونه توانېدل چې د سیمې په کچه خپلو موخو ته ورسېږي او په نهایت کې یې ماتې وخوړه او له افغانستانه وتلو ته اړ شول؛ هغه ماتې چې امریکایي چارواکي یې هم پخلی کوي.

اسلامي امارت د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په غوره کولو سره، تل د نړۍ په هر سټېج ټینګار کړی، چې هېڅکله به د یوه هېواد د ګټو لپاره د بل هېواد پر وړاندې دریځ غوره نه کړي او نه به ځان هم د سیمې او نړۍ هېوادونو د سیالیو قرباني کړي. که امریکا دا تمه لري، چې اسلامي امارت به د خپلو ګټو ټینګښت په پار د سیمې هېوادونو پر وړاندې ولوبوي، نو د تېرو نږدې څلورو کلونو پر مهال دا باید ورته تجربه شوې وي، چې سرپرست حکومت د خپلو ملي ګټو په پار، هېڅ راز سیاسي او اقتصادي فشار ته نه تسلیمېږي او د ستونزو یوازینی حل، د خبرو اترو چینلونه دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
وړاندیز شوی مواد