آفاق خبري آژانس؛ کابل: واشنګټن اګزماینر خپرونې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا د ویاندویانو له خولې راپور ورکړی، چې دغه هېواد کابل کې د خپل سفارت د پرانیستو په اړه هېڅ پلان نه لري او په دې تړاو هېڅ راز خبرې اترې هم نه دي شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تیمي بروس په دې اړه زیاته کړې: «د امریکا متحده ایالاتونه هېڅ بنسټ د افغانستان د دولت په توګه په رسمیت نه پېژني او همداراز د خپل سفارت د پرانیستو په اړه کوم پلان نه لري.»
د دغه هېواد د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هویټ بیا په دې اړه وویل: «موږ واشنګټن کې د افغانستان سفارت په اړه هېڅراز ژمنه نه ده منلې او کابل کې د امریکا سفارت ودانۍ د وضعیت په اړه هېڅ بحث په پلان کې نه لرو.»
که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې ذبیحالله مجاهد آفاق خبري آژانس سره خبرو کې، کابل کې د امریکا سفارت پرانیستو او همداراز واشنګټن کې د اسلامي امارت سفارت د فعالېدو غوښتنه کړې وه.
ښاغلي مجاهد د روان لمریز کال (وري ۱۱مه) آفاق خبري آژانس ته ویلي وو: «موږ د دې غوښتونکي یو، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت له دې امله چې هلته ډېری افغانان ژوند کوي او قونسلي خدمتونو ته اړتیا لري، د فعالیت اجازه ورکړل شي. همداراز تمه لرو په کابل کې هم د امریکا سفارت فعال شي، لکه څنګه چې نور هېوادونه سفارونه لري او ډیپلوماټیک فعالیتونه کوي، موږ غواړو امریکا هم په ورته حالت کې واوسي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د افغانستان په چارو کې نه لاسوهنه او د نړۍ له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا سره د مثبت تعامل ټینګښت، د اسلامي امارت د بهرني سیاست لومړتوب دی.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار په دې اړه زیاتوي: «اسلامي امارت د نورو هېوادونو په چارو او امنیت کې د نه لاسوهنې سیاست اعلان کړی او حتا ویلي یې دي، چې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره سیاسي او ډیپلوماټیک تعاملات غواړي. دا چې امریکایي ویاندیانو ولې داسې څرګندونې کړې، ښایي دلیل یې له دوی ته معلوم وي؛ خو مهمه دا ده، چې افغانستان د نړۍ لپاره ګواښ نه دی او امریکایان هڅه کوي د سټراټیژیو او خپلو ګټو د ټینګښت په موخه د افغانستان په اړه خپل شوم پلانونه ولري.»
دا مهال د اسلامي امارت او متحده ایالتونو ډیپلوماټیکې اړیکې د سیاسي او بشري حقونو مسایلو تر اغېز لاندې دي. کابل کې د امریکا د سفارت پرانیستل کولی شي د دواړو هېوادونو د اړیکو ټینګښت او نړۍوالو تعاملاتو په برخه کې مهم ګام وي، خو باید ولیدل شي، چې دا بهیر به څه ډول او د کومو شرایطو پر بنسټ مخته لاړ شي.