د اسلام‌آباد ګواښ ته د کابل ځواب؛ افغان ځواکونه د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته بشپړ چمتووالی لري

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لنډمهاله اوربند له پای‌ته رسېدو وروسته، پاکستانی چارواکي په افغان خاوره کې د عملیاتو پر دوام ټینګار کوي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې اعلان وکړ چې روان پوځي عملیات، نږدې یوه میاشت وړاندې د امنیتي ګواښونو په ځواب کې پیل شوي او لا به پسې پراخ شي.

هغه همداراز ټینګار کړی، چې د عملیاتو اوږدمهاله پایله لا هم روښانه نه ده. خواجه محمد آصف د چین د منځګړیتوب رول لوبولو احتمال ته اشاره هم اشارې کړې او په دې اړه یې د قطر د نفوذ په اړه هم څرګندونې کړې دي.

د پاکستان دفاع وزیر د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «لکه څنګه چې ما وویل، موږ لا دمخه په یوه جبهه کې په جګړه کې ښکېل یو او د افغانستان پر وړاندې دا عملیات نږدې یوه میاشت کېږي چې روان دي.»

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د دفاع وزارت د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره بشپړ چمتووالی اعلان کړی او ټینګار یې کړی چې هر ګواښ ته به قاطع ځواب ورکړل شي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا په دې باور دي، چې پاکستان د جګړې د پالیسۍ په غوراوي، پر پوځي انتخاب تکیې او سیاسي حل لارو ته د نه تمایل ښودلو له لارې، یوه قصدي پروژه تعقیبوي؛ هغه پروژه چې د دوی په وینا، په افغانستان او سیمه کې د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ د زیاتوالي لپاره ده.

سره له دې چې پاکستان په وار- وار د کړکېچ د دوام او د منځګړیتوب لپاره پر نه لېوالتیا ټینګار کړی، خو اسلامي امارت بیا په وار- وار په ډیپلوماټیکو حل لارو ټینګار کړی دی. د چلند دا توپیر ښيي چې یو اړخ په پوځي انتخاب تکیه کوي، په داسې حال کې چې بل اړخ هڅه کوي چې د خبرو اترو لاره پرانیستې وساتي.

مطالب بیشتر:  ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت رسمیت پیژندنه د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا کیلي ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *