آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني چارواکو لفظي شخړې لا هم دوام لري او تازه د دغه هېواد د پوځ ویاند څرګندونو یو ځل بیا د کابل او اسلامآباد ترمنځ د اړیکو فضاء ترینګلې کړې ده. اسلامي امارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې، چې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه کړې وې، په کلکه غندلې او هغه یې «بېبنسټه او غیرمسوولانه» بللې دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ډول څرګندونې د یو مسوول پوځي موقف له معیارونو سره هم په ټکر کې دي او د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي. په خبرپاڼه کې له پاکستاني لوري غوښتل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسوولانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.
ښاغلي مجاهد په دې تړاو زیاته کړې: «اسلامي امارت دا ډول غیرمسؤولانه او تحریکوونکې څرګندونې په کلکو ټکو غندي او د پاکستان له اړوندو ادارو غواړي چې د رسمي موقفونو له چوکاټه د وتلو او د افغانستان په اړه د بېمنطقه تبلیغاتو پر ځای د خپلو داخلي مسائلو په حل ترکیز وکړي. افغانستان د قوي امنیتي جوړښت او مقتدرې رهبرۍ لروونکی یو خپلواک، او باثباته هېواد دی چې د افغانستان په ټولې خاورې کامل حاکمیت لري. غواړو په صراحت ووایو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څرګندونې او د ګواښ ژبه کارول افغان ملت ته هېڅکله د منلو وړ نه دي. امارت د پاکستان په اړوندو ادارو غږ کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو حساسیت ته په کتو، د مسؤلانه دریځ او سنجیده څرګندونو لاره خپله کړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې احمد شریف چودري د دوحې له هوکړې ناسم برداشت لري او په خبره یې، په دې هوکړه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ موضوعات نه دي شامل. هغه وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو دوهاړخیز تړون، چې د درېیم هېواد له لوري یې څارنه وشي او په دې ژمنتیا ولاړ وي، چې د یوه هېواد له خاورې به د بل هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي، کېدای شي د دواړو هېوادونو په ګټه وي.
د سیاسي چارو شنونکی روحالله هوتک آفاق خبري آژانس سره په دې تړاو زیاتوي: «زما په اند پاکستان هېڅ حق نه لري، ځکه چې د ۲۰۲۰ کال په هوکړه کې یې له امریکا او اړوندو لوریو سره ژمنه کړې وه چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې کار نه اخیستل کېږي او دې پر دې ژمنه ولاړ هم دی، خو زلمي خلیلزاد په ښکاره توګه یادونه کړې چې دا هوکړه د پاکستان په اړه نه ده. د پاکستان وروستۍ ادعاوې او څرګندونې نه یوازې له واقعیت سره سمون نه لري، بلکې په سیمه کې د ترینګلتیاوو زیاتوالي لامل کېږي او د دواړو هېوادونو اړیکې لا خرابوي.»
د احمد شریف چودري له څرګندونو ورها خوا، د دغه هېواد د دفاع وزیر بیا د کابل او نويډهلي ترمنځ د اړیکو نږدېوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. خواجه آصف ټینګار کړی چې هېواد یې د ختیځو او لوېدیځو پولو پر سر د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو دی.
پخوانی ډیپلومات عزیز معارج په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «د بل هېواد د ټولنیز جوړښت او قومي ترکیب په اړه څرګندونې غیرمسوولانه او له واقعیت لرې دي او د ډیپلوماسۍ له نظره مداخله بلل کېږي. هېڅ سیاستوال او یا پوځي چارواکی دا حق نه لري چې د بل هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او د دې ډول چلند دوام د هېچا په ګټه نه دی؛ تر ټولو لوی زیان به یې خپله پاکستان ته ورسېږي.»
د ویلو ده چې پاکستان کې د افغانستان په اړه د نظر اختلاف ښکاره دی؛ یو شمېر پاکستاني چارواکي د پرلهپسې ادعاوو له لارې د تاوتریخوالي د زیاتولو هڅې کوي، خو څه موده وړاندې د پاکستان علماوو او سیاسي څېرو د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیا اصلي لامل د خپل هېواد د پوځ ناسم سیاستونه بللي وو.
