د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن، د دغه هېواد د حکومت پر سیاستونو سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان افغانستان او هند سره د سرحدي ستونزو او لارو بندېدو له امله، ځان له سیمهییزې سوداګرۍ بې برخې کړی او دا مهال په انزوا کې دی. هغه ټینګار کړی، په داسې حال کې چې افغانستان منځنۍ آسیا سره نوې سوداګریزې لارې پرانیستې دي او هند په سیمه کې پراخې اړیکې لري، پاکستان د راتلونکي لپاره هېڅ روښانه لیدلوری نه لري.
مولانا فضلالرحمن د خپلو څرګندونو په دوام زیاته کړې: «پاکستان دوه سرحدونه لري، یو لویدیځ سرحد له افغانستان سره او بل ختیځ سرحد له هند سره، خو موږ په عمل کې دواړه سرحدونه تړلي دي؛ په دې توګه نه له لویدیځې نړۍ سره سوداګري کولی شو او نه له ختیځې نړۍ سره. په داسې حال کې چې افغانستان بېلابېلې سوداګریزې لارې لري او د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره اړیکې لري او خپلو سوداګرو ته یې ویلي چې د سوداګرۍ مسیر بدل کړي، هند هم له ټولې ختیځې او جنوبي آسیا سره سوداګري کوي، خو موږ څه عجیبه پرېکړه کړې چې پر خپل مخ مو دواړه پولې تړلې دي.»
په همدې حال، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د پاکستان سیاستونو، دغه هېواد په سیمه کې انزوا سره مخ کړی او ښيي چې اسلامآباد د خپلو ګاونډیانو پر وړاندې خپلواک سیاست نه لري، بلکې په سیمه کې د نړۍوالو زبرځواکونو د سیاستونو عملي کوونکی دی.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې زیاتوي: «پاکستان د امریکا او انګلستان پوځي او استخباراتي اډه ده، نه یو آزاد او خپلواک هېواد. دا هېواد د جوړېدو له وخت راهیسې د همدې هدف لپاره جوړ شوی چې په سیمه کې بې ثباتي، جګړه او ناخوښي رامنځته کړي، نه دا چې د خپلواک هېواد په توګه د خلکو د هوساینې، خوشحالۍ او پرمختګ لپاره اقدام وکړي.»
د ویلو ده، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې، اسلامآباد د کابل پر وړاندې د څو اړخیزو او متضادو سیاستونو لاره خپله کړې چې په لفظي تاوتریخوالي او مستقیمې شخړې بدله شوې ده. اوس هم، چې د دواړو هېوادونو استازي د چین په اورمچي کې په خبرو اترو بوخت دي، خو له دې خبرو اترو سره هممهاله پاکستان پر افغانستان بریدونو ته هم دوام ورکړی دی.