آفاق خبري آژانس؛ کابل: د کابل او اسلامآباد ترمنځ ډيپلوماټیک تقابل یو ځل بیا زور اخیستی دی. د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف افغانستان متخاصم هېواد بللی او ادعا یې کړې، چې د دغه هېواد له خاورې د پاکستان پر وړاندې کار اخیستل کېږي. هغه د پنجشنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره ویلي، چې افغانستان وروستی هېواد و، چې پاکستان یې په رسمیت وپېژانده.
خواجه محمد آصف په دې مرکه کې زیاته کړې: «افغانستان یو متخاصم هېواد دی. د دغه هېواد له خاورې لا هم د پاکستان پر وړاندې کار اخیستل کېږي. موږ له دې امله تر فشار او باجګیرۍ لاندې یو او زموږ خلک هره ورځ قرباني کېږي.»
خو اسلامي امارت په وار وار د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې رد کړې دي. د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز سره مرکه کې ویلي، چې تور لګول او له زوره کار اخیستل د هېڅ لوري په ګټه نه دي او افغانستان له سیاسي لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل غوښتونکی دی. ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ مسئله ده او افغانستان پورې هېڅ اړه نه لري.
د اسلامي امارت ویاند په دې مرکه کې د پاکستان له دیني عالمانو او خلکو هم غوښتي، چې په سیمه کې د آرامۍ او اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګښت په برخه کې له خپل رول کار واخلي. هغه له یاد مرکز سره خبرو کې زیاته کړې: «د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټيټيپي» موضوع افغانستان پورې اړه نه لري، یاده ډله په ۲۰۰۳ کال کې پاکستان کې وه او تر اوسه پورې شته ده. دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په کار ده، چې پاکستانی لوری ورته د حللاره پیدا کړي او افغانستان سره له دې امله خپلې اړیکې خرابې نه کړي. اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد کار وانخیستل شي او په خبره یې، افغانستان به هېڅکله داسې کوم چا او عناصرو ته اجازه ورنه کړي، چې له دې ځایه د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښ کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو کې وخت ناوخته د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې ده. د سیاسي چارو شنونکی یحیی چاووش آفاق خبري آژانس سره په دې اړه خبرو کې وایي: «تاریخ دا ثابته کړې چې پاکستان یو یرغلګر هېواد دی. په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پر وړاندې پاتې راغلی او د خپل مسوولیت بار یې د اسلامي امارت پر غاړه اچولی او دا یوه بېمنطقه خبره ده.»
له دې سره سره، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان په یوه خبري ناسته کې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د «ورور ګلوۍ» پر اړیکه ټینګار کړی دی. هغه په دې ناسته کې ترهګري د دواړو هېوادونو د اړیکو پر وړاندې اصلي خنډ بللی او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت دې د پاکستاني طالبانو او اسلامآباد ترمنځ یو لوری انتخاب کړي او ټینګار یې کړی، چې دا پیغام یې له ډیپلوماټیکو چینلونو افغان لوري ته رسولی دی.