آفاق خبري آژانس؛ کابل: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د ماموریت له پای ته رسېدو سره هم مهاله د سیاسي چارو ځینې شنونکي په افغانستان کې د یوناما پر کارکړنو نیوکه کوي. دوی وایي، یوناما ونکړای شو چې د افغانستان اوسني واقعیتونه په سمه توګه منعکس کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق د هغې د ماموریت د پای په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «څرنګه چې وینو، یوناما په رښتینې او بېپرې توګه خپلې دندې نه دي ترسره کړې. د بېلګې په توګه، یوه تر ټولو لویه ستونزه د امنیت مسئله وه، په داسې حال کې چې نن په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی، یوناما باید دا مسئله په ښکاره توګه مطرح کړې وای، امنیت د افغانستان خلکو او نړۍوالې ټولنې لپاره تر ټولو مهم فکټور دی.»
اوتنبایوا په افغانستان کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه د خپل ماموریت پر مهال تر ډیره د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو د حقونو، بشري مرستو او له نشه يي توکو سره پر مبارزې متمرکزه وه. په ورته مهال، د نوموړې د ماموریت دورې له پای ته رسېدو سره په کوردننه او بهر غونډو کې نیوکې مطرح شوې دي.
که څه هم اسلامي امارت د اوتنبایوا د ماموریت د پای ته رسېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د نوموړې د کاري دورې په اوږدو کې یې په ځلونو د یوناما پر چلند نیوکه کړې او هغه یې بې ګټې ګڼلی دي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار بیا په دې اړه آفاق سره داسې لیدلوری لري: «د تېرو کلونو، په ځانګړي ډول د تېرو څلورو کلونو پر مهال افغانستان کې د یوناما ارزښت د افغانستان د خلکو د ګټو مطابق نه و. یوناما ونه توانېده د افغانستان د خلکو دردونه، ستونزې او رنځونه منعکس کړي او همداراز د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو په چوکاټ کې یې په دې اړه خپل رول نه دی ادا کړی. له همدې امله، یوناما په افغانستان کې د خلکو لپاره یو ناکام ماموریت دی.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر د یوناما دفتر په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ حضور خورا مهم او ضروري دی؛ ځکه د مرستو جلب او د نړۍوالو تر غوږونو د حقایقو رسولو کې اساسي رول لري، خو دې ښځې خپلې اصلي لیکنې نه لوستلې، بلکې هغه لیکنې یې ویلي، چې د نورو له لوري ورته چمتو کېدې.»
د یادونې ده چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، رزا اوتنبایوا د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې په افغانستان کې د خپل دفتر د رییسې او ځانګړې استازې په توګه وټاکله.
