دوحې ته د محمد یعقوب مجاهد سفر؛ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اسراییل د برید غندنه

آفاق خبري آژانس؛ کابل: د اسلامي امارت د دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد قطر ته د خپل رسمي سفر پر مهال، د یاد د دفاع وزیر او د وزیرانو شورا مرستیال سره لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ، د سیمې او نړۍ پر وروستیو پېښو او تحولاتو هم خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې ښاغلي مجاهد پر قطر د اسراییلي رژیم وروستی برید غندلی او ټینګار یې چې د افغانستان خلک او د اسلامي امارت مسوولین د قطر هیواد تر څنګ ولاړ دي.

قطر کې د اسلامي مارت سفارت سرپرست سهیل شاهین د دې لیدنې په اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو ګډ مسایلو په اړه خبرې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت سربېره یې، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او پېښو هم بحث او خبرې وکړې. محمد یعقوب “مجاهد” پر قطر د اسرائیلو صهیونیستي رژیم وروستی برید وغانده او د پېښې قربانیانو ته یې دعا وکړه او زیاته یې کړه چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان خلک او مسؤلین د قطر ورور هیواد تر څنګ ولاړ دي»

له دې سره هم‌مهاله، د سیاسي چارو شنونکي دا سفر د سیاسي او امنیتي اړیکو د ټینګښت په برخه کې مهم ګام بولي. د نړۍوالو چارو شنونکی توفیق تماس په دې اړه آفاق خبري آژانس سره خبرو کې وایي: «قطر په وروستیو کلونو کې د سیمې په معادلاتو کې مهم رول لرلی دی. له امریکا سره د اسلامي امارت د مذاکراتو له کوربه‌توب نیولې، د نورو بحرانونو تر منځګړیتوب. کله چې اسلامي امارت بېرته واک ته ورسېد، تر ډېره یې دوحه کې له جوړېدونکو ناستو مشروعیت ترلاسه کړ. دا مهال پر قطر د اسراییل بریدونو او په لوېدیځه نړۍ کې یې په اړه پراخو غبرګونونو ته په کتو، ځینې هېوادونه ناټو ته ورته د یوه اېتلاف جوړېدو په لټه کې دي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی میاګل وثیق بیا په دې اړه داسې لیدلوری لري: «نن چې قطر د اسراییلو له لوري بمبار شو، د حماس مشرانو له قطر سره خواخوږي څرګنده او د اسراییلو بریدونه یې وغندل. دا چاره کېدای شي د قطر او حماس ترمنځ د لا نږدې‌والي او پیوستون لامل شي. پر دې سربېره، د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو لوړوالي او ټیټوالي ته په کتو، قطر کولی شي د ارتباطي پل په حیث رول ولوبوي.»

د ویلو ده چې د اسلامي امارت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد پرون د دولت په چارو کې د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې کړې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *